د (VoIP) سیستم کارپوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د (VoIP) سیستم کارپوه HR-029

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                د (VoIP) سیستم کارپوه

بســــت:                          دریم

وزارت/اداره:                     د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                     (۱)

اړونده څانګه:                    د (IT) مالوماتي تکنالوژۍ ریاست   – د دارالانشاء لوی ریاست

راپور ورکول  :                    د شبکې  د امنیت او پراختیا آمر

راپور اخیستل:                    نلری

تاریخ نشروختم اعلان:        ۲۱/۰۸/۱۳۹۹ الی ۰۲/۰۹/۱۳۹۹

 

د دندې موخه : د  (LAN) او د (WAN) داخلي شبکو طرحه او ډیزاینول، د داخلي شبکو تنظیم، کنټرول او مدیریت کول، او د داخلي او ساحوي سرورنو او شبکو فعال ساتل او په کمیسیون کې د VOIP سیستمونو طرحه، ډیزاین، تنطیم، کنټرول او مدیریت کول؛

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې واکونه او مسولیتونه:

تخصصی دندې:

  1. د داخلي شبکو، سیسکو سیویچونو، او VoIPشبکو چې په شمول د وړتیا،  امکاناتو، نوي سیستم نصبولو، سیستم لوړولو، د سیستم تنضیماتو، د سیستم د ستونځو پیدا کولو، د سیستم او شبکې امنیت او هره ورځ د سیستم بک آپ اخیستلو، تنظیم ، کنټرول او مدیریت کول،
  2. په سمه توګه کارکولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د اړتیا په صورت کې د داخلي شبکې او Cisco VoIP شبکې تنظیمول او نصبول او اړوندو سیستمونو څخه په ځانګړې توګه د logs سیویچونو او سرورونو څخه هره ورځ څارنه کول،
  3. د هارډ ویر، سافټویر، سرور او نورو اړوندو وسایلو نوي کول، تنظیمول، نصبول او په لار اچول؛
  4. د کمیسیون (Domain) ډومینونو تنظیم او مدیریت کول، د کارولو نوي حسابونه رامنځته کول، او د ستونځو حلول په هغه صورت کې چې مخکیني حسابونه له ستونځو سره مخ کیږي؛
  5. د ادارې اړتیاوو پوره کولو لپاره، د شبکې او (فایروالونو) طرحه، ډیزاین او نصبول،
  6. د اداري کارکوونکو ته د لا آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د نویو سیستمونو طرحه کول، ډیزاینول او وړاندیزول،
  7. په ښه توګه د چارو مخته وړلو لپاره، د تولو خدمتونو لکه: د سرور فایل، د بیسیم روترونه، د سرور ایکس چینجونه، او پرنټر سرورونو چمتو کول،  او د داخلي شبکې پالیسیو او معیارونو پلي کول؛
  8. په داخلي شبکه کې د غیر معیاري وسایلو څخه د کاراخیستنې مخنیوي لپاره، د مخنیوي پلانونو په ترتیبولو کې همکاري کول؛
  9. په شبکو کې د ویروسونو دننه کېدو په اړه د مالوماتو رسولو سیستم څخه څارنه او همکاري کول؛
  10. د مرکز په کچه، د مالوماتي تکنالوژۍ تخنیکي عوارضو مخنیوي لپاره، مخکې له مخکې د تدابیري پلانونو طرحه کول؛
  11. د مدیریت په برخه کې د ورځني کارونو غوره پرمختګ لپاره د اړونده څانګې کارکوونکو روزنه او تخنیکي ملاتړکول، او د داخلي شبکې او VOIP سیسټم څرنګوالی کارولو کنټرولول ؛
  12. د VoIP سیسټم کاروونکو لپاره روزنه او تخنیکي ملاتړ وړاندې کول؛
  13. ډا تر لاسه کړئ، چې د داخلي شبکو، انټرنیټ، انترانیت او د ولایتي آزموینې مرکزونو فعال دي؛

مدیریتي دندې:

  1. د ریاست پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره د اړونده څانګې میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. واک لرونکو مقاماتو او مسقیم آمرته، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
  3. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د محوله چارو مخکې وړلو لپاره، د کمیسیون اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛

———————————————————————————————————————

 

 

د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

  1. د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوټرساینس، مالوماتي تکنالوژي، کمپیوتري پروګرامونه، کمپیوټری علوم، د کمپیوټرانجینري، پروگرام لیکنه، د تکنالوژۍ مدیریت ، نتورکینگ، او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري مخینه: له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  سند لرونکو ته لږ تر لږه  دوه کاله  اړونده  کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) او انګلیسي ژبه برلاسی و اوسي؛
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  3. په LANs ,TCP/IP ، وایر او وایرلس شبکو کې پرمختللي مهارت او تجربې ته اړتیا ده؛
  4. د سیسکو په سیستمونو کې د سویچ او روتر په شمول د تخنیکي علم او د تنظیم او مدیریت وړتیا درلودل؛
  5. د Cisco Voice Over IP په تنظیم اومدیریت کې پوره مهارت درلودل؛
  6. د سرورونو او (Windows Server 2007, Domain Controller, Microsoft Exchange) په تنظیم کې مهارت لرل؛

هڅونې:

  • د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
  • ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

 

نوت::

  • وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي ؛

 

  • د اړتیا په وخت کې ولایتي سفرونو ته په تللو کې ژمن و اوسي؛

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود