رپورټر، عکاس او فلم جوړونکی

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ رپورټر، عکاس او فلم جوړونکی HR-069

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 رپورټر، عکاس او فلم جوړونکی

بســــت:                          څلورم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                   کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون /  اطلاعاتو، عامه اړیکو او ویاند،  ریاست/ تولید آمریت

راپور ورکول  :                    د تولید آمر ته

راپور اخیستل:

تاریخ نشروختم اعلان:          ۱۵/۰۴/۱۴۰۰ الی ۲۶/۰۴/۱۴۰۰

 

د دندي موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون اړوند پروګرامونو ته د خبرونو، راپورونو، جوړول او تنظیمول او د رسنیو له لارې خپرولو ته خبري انځورنه او عکسونه چمتو کول.
د دندې واکونه او مسولیتونه
تخصصی دندې ۱٫ کمیسیون ویبسایت او ټولنیزو رسنیو ته د کمیسیون د فعالیتونو څخه راپور او خبر  جوړول؛
۲٫ د خبر، ریپورټ او لنډو ویډیوګانو د استفادي په موخه د کمیسیون کړونو  او پروګرامونو څخه انځورنه او فلم اخستنه؛
۳٫ د کمیسیون فعالیتونو څخه د لنډو ویډیوګانو تولید په موخه د مرکز او ولایتونو نه مواد راټولول؛
۴٫ د اداري پلان سره په سمون د غږیز او لید پروګرامونو تولید او جوړول؛
۵٫  رقابتی آزموینو، تدارکاتو څانګې آفر پرانستلو او د کمیسیون ټولو مطبوعاتی پروګرامونو څخه انځور اخیستنه؛
۶٫ د برنامې موضوع او نېټې په لیکلو سره، د ټولو ثبت شویو کیسټوونواوانځورونو اصلاح او آرشیف کول؛
۷٫ خبر او راپور لیکل، دبریالیو کیسو او د وړو کارکونکو پروفایل چمتو کول؛
۸٫  د راپورنو ترتیب او چمتو کول، او اړونده آمر ته د وړاندې کولو لپاره د ډله ییزو ارتباطي توکو له لارې د خپرونو منعکسول
۸٫ د خبري مطالبو، ویډیو ګانو او انځورونو چمتو کول په لنډه موده کې او اړونده آمر ته په وړاندي کولو سره د اړوندې څانګې د کړنو ګرندیتوب په موخه؛
مدیریتي دندې ۹٫  ټاکل شویو موخو ته رسیدو لپاره، د اړوند ریاست پلان سره سم میاشتني، دري میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول؛
۱۰٫ د مقاماتو خبرتیا لپاره د اړونده کړنو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، کلني او پر وخت د اړتیا وړ راپورونو وړاندې کول؛
۱۱٫د ادارې موخو مقرراتو، قوانینو سره سم، د ټولو هغواړونده دندو تر سره کول چې د واک لرونکو آمرینو له خوا سپارل کيږي؛
همغږۍ دندې ۱۲٫ د کمیسیون مرکزی او ولایتي څانګو سره همغږي د غږیزو، تصویری او انځوریزو موادو تیارولو په موخه د خبر او ویدیو چمتو کول؛
۱۳٫ د کمیسیون د پروګرامونو څخه د خبر او انځورونو خپرولو په موخه له رسنیو سره همغږي.
د ګومارنې شرایط د دندې دغه لایحه د ۷،او ۳۴، موادو له مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پر بنسټ جوړه  شوې ده:
 د زده کړې څانګې لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: ژورنالیزم، ادبیات، حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، عامه اداره، عامه پالیسی، عکاسی، ډیزاین ګرافیک او د هیواد دننه یا بهر ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري مخینه • لږ تر لږه په اړونده برخه کې د ملی یا بین المللی پوهنتونو څخه لسانس لپاره، یو کال کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده
• د نوموړي بست لپاره هغه کاندیدان چې پنځه کاله اړونده تجربه ولري او تحصیل یې مرتبط نه وي، شرایط وړ کاندید بلل کیږي.
اړین مهارتونه ۱٫  د هیواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري)  بر لاسی واوسي او په انګلیسي ژبه د ( لیکلو او خبرو کولو) وړتیا ولري؛
۲٫  د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.
۳٫ د لیکلو قواعد، د سوژې پیژندني په اصولو او میتودونو کې مهارت، د خبرونو لیکل، مرکې او راپورونه لیکل، د خبرونو ارزښتونه تشخیصول ، د نوټونو اخیستو  او لنډ لیکنې وړتیا ولري.
هڅونې ‌أ. د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
‌ب. ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
نوت هغه معلولیت لرونکي کسان چې معلولیت یې د ادارې په اجراآتو کې د خنډ لامل نه ګرځي کولی شی نوموړي بست ته نوماند شي

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود