رپورټر، عکاس او فلم جوړونکی

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د  نوی رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ رپورټر، عکاس او فلم جوړونکی HR-041

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                رپورټر، عکاس او فلم جوړونکی

بســــت:                          څلورم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                   کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د عامه اړیکو او ویاند، اطلاعاتو ریاست

راپور ورکول  :                   تولید آمر ته

راپور اخیستل:

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۸/۱۰/۱۳۹۹ الی ۱۵/۱۰/۱۳۹۹

د دندي موخه : د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون اړوند برناموو ته د خبرونو، راپورونو، اوموضوعاتو چمتو کول، او د رسنیو له لارې خپرولو لپاره، د ساده، اوخبري انځورونوچمتو کول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه :

  1. د واک لرونکو چارواکو لارښوونې پر بنسټ، د سمعي او بصري رسنیو له لارې خپرولوپه موخه، د کمیسیون اړونده برناموو ته د خپرولو وړ راپورونو چمتو کول.
  2. د ادارې کړنو څخه د عامه پوهاوي لپاره، د کمیسیون اړوند تبلیغاتي کمپاینونوکې د اړینو خبري مطالبو خپرول او چمتو کول.
  3. د اړونده څانګې کړنو ګړندي والي په موخه، ادیتور ته په وخت او زمان سره د خبري مطالبو چمتو کول او وړاندې کول.
  4. له ټول هیواد څخه د بریښنايي مخابرې او ویب سایټ له لارې د کارموندنې غوښتنلیکونو تر لاسه کولوکې، د ګمارنې بورد له مسئولینو سره په ګډه مرسته کول.
  5. د کمیسون مقام، مرکو، کنفرانسونو او پروتوکولونو څخه د راپورنو ترتیب او چمتو کول، او اړونده آمر ته د وړاندې کولو لپاره د ډله ییزو ارتباطي توکو له لارې د خپرونو منعکسول.
  6. د مستندو فیلمونو، ډرامو، ګردي میزونو، تلویزوني اسپاټونو، سیالۍ آزموینو، تدارکاتي آفر پرانیستلو، او د کمیسون اړوند ټولو برناموو فیلم اخیستل. ( فلمبرداري کول)
  7. د کپچر کولو، تلویزوني برناموو تولیدولو، د اصلاحات تلویزوني برناموو منځپانګې او جوړښت اود استیدیو په ټولو موضوعاتوکې مرسته کول.
  8. د برنامې موضوع او نېټې په لیکلو سره، د ټولو ثبت شویو کیسټوونواوانځورونو اصلاح او آرشیف کول.

مدیریتي دندې:

  1. ټاکل شویو موخو ته رسیدو لپاره، د اړوند ریاست پلان سره سم میاشتني، دري میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول.
  2. د مقاماتو خبرتیا لپاره د اړونده کړنو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، کلني او پر وخت د اړتیا وړ راپورونو وړاندې کول.
  3. د ادارې موخو مقرراتو، قوانینو سره سم، د ټولو هغواړونده دندو تر سره کول چې د واک لرونکو آمرینو له خوا سپارل کيږي.

همغږۍ دندې:

د سپارل شویو چارو مخته وړولو لپاره، د کمیسیون او اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷،او ۳۴، موادو له مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پر بنسټ جوړه  شوې ده.                                                        

  1. د زده کړې څانګې: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: ژورنالیزم، ارتباطات، ادبیات، او د هیواد دننه یا بهر ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري مخینه: لږ تر لږه په اړونده برخه کې لسانس لپاره، یو کال کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) بر لاسی واوسي او په انګلیسي ژبه د ( لیکلو او خبرو کولو) وړتیا ولري.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې:

  • د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
  • ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود