سکرتر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ سکرتر ۴ د ملکي خدمتونو د ادارې لوی ریاست ۱ ۸/۷/۱۳۹۸ ۱۸/۷/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۸/۷/۱۳۹۸) نه تر (۱۸/۷۱۳۹۸) نېټې پورې د غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠:٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې ځانګړې فورمې دې کره ډکونې وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې پر بنسټ په ټاکلې موده کې  بېرته د ګومارنې آمريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو، غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول دې (hr@iarcsc.gov.af) ايميل ادرس ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: سکرتر
بست: ۴
وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
اړونده څانګه: د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ۱
رپوټ ورکول: د ملکي خدمتونو ادارې لوی رئیس
رپوټ اخيستل: نلري
د بست کوډ:  
د بياکتنې نېټه: ۰۷/۰۷/۱۳۹۸

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه :  د ملکي خدمتونو ادارې لوی رئیس د مجلسونو، ناستو تنظیمول او د اجرایئيوي چارو پرمخ وړل ؛

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره د ریاست پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د ملکي خدمتونود ادارې لوی ریاست د چارو ښه والي او انسجام په موخه د ليدنو، ناستو او ټيلفوني خبروتنظیمول؛
  3. د رسمي ناستو ګډون کوونکو غړو نوملړ ترتیبول، اوپه وخت سره دوی ته د ګډون لپاره د وخت او ځای په اړه مالومات ورکول؛
  4. د رئیس دفتراړوند ټولو تیلفوني اړیکو او رالیږل شویو پیامونو ته سم او روښانه ځواب ورکول، او د وګړو او ادارې ترمیځ د اړیکو ټینګول؛
  5. د کورنیو او بهرنیو میلمنو او مراجعینو څخه په سمه توګه هرکلی کول او د ملکي خدمتونو د ادارې لوی ریاست مقام  په لوري دوی ته لارښوونه کول؛
  6. د ټولو هغو مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او سندونو لیکل چې د ریاست مقام له خوا ورته سپارل کېږي؛
  7. د مراسلاتو استولو او رااستولو(صادره او وارده) سیستم تنظیمول او اړوندو څانګو ته د آمرینوله لارښوونې وروسته د مکتوبونو، وړاندیزونو،او رسمي سندونو استول؛
  8. د ملکي خدمتونو ادارې د لوی ریاست دفتر لپاره د اړتیا وړ تدارکاتي اجناسو، توکو مالومول او وړاندیز کول؛
  9. د راتلونکو مرحلو ترسره کولو لپاره، د ریاست مقام پورې اړوند مکتوبونو، وړاندیزونو، او نورو سندونو تر لاسه کول؛
  10. د رئیس له لارښوونې سره سم د کاري ناستې اجنډا ترتیبول او د جلسې ګډونکوونکو غړو ته یې استول؛
  11. د ریاست مقام په کاري ناستو کې ګډون کول، د ناستې بهیرله پریکړو څخه یاداشت نیول او د اړتیا په وخت کې اړوندو څانګو ته يې استول او تکثیرول؛
  12. په وخت سره د پلي کېدوپه موخه؛ لاس لاندې څانګو ( شعباتو ) ته د پریکړو، فرمانونو، واصله مصوباتو او رسمي سندونو استول او تکثیرول،
  13. د اړتيا په وخت کې د کار اخیستلو لپاره، په اړونده دوسيو کې د مکتوبونو او سندونوساتل او تنظیمول؛
  14. ادارې مشرتابه ته، د اړونده کړنو او لاسته راوړنو، میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو وړاندې کول؛
  15. د ادارې موخو، قوانینواومقرراتو سره سم د ټولوهغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په ( ژورنالیزم، عامه اداره، حقوق، شرعیات، ( فقه او قانون ) عامه پالیسي، دولتي مدیریت) څانګو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې لږ تر لږه یو کال کاري تجربه؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) اوپه انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم