سکرتر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې بیا اعلان ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
  سکرتر ۴ د دارالانشاء لوى رياست ۱ ۲۲/۸/۱۳۹۷ ۲۸/۸/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۲/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۸\۸\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

 

د بست ټولييز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: سکرتر
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د دارالانشاء لوى رياست ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بيا کتنې نېټه: ۱۳۹۷/۶/۱۱

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د دارالانشاء لوى رياست سکرتريتي چارې منظمول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، مسؤليتونه او دندې:

 

  1. د رياست له پلان او ټاکل شوو مخو ته له رسېدو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  1. د دارالنشاء لوى رياست، د ورسپارل شوو کارو په اساس د ليدنو، ناستو او ټيلفوني خبرو په ښه توګه جوړول.
  2. د مکتوبونو، وړانديزونو، استعلامونو او ټولو هغو اسنادو، چې د رياست مقام له خوا ورته سپارل کېږي؛ ليکل.
  3. د رياست له لارښوونې وروسته د مکتوبونو او رسمي اسنادو اخيستل او اړونده برخې ته يې سپارل او د استولو_ راستولو(واردې او صادرې) سيسټم جوړول.
  4. د دارالانشاء لوى رياست د اړتيا وړ تدارکاتي جنسونو او توکو ښودل او وړانديز کول.
  5. لاس لاندې څانګو(شعباتو) ته د پرېکړو، فرمانونو او ورسره يوځاى مصوبو او د نورو ټولو رسمي اسنادو په وخت تکثيرول او استول.
  1. په اړونده دوسيو کې د بندولو او ساتلو لپاره د اسنادو او مکتوبونو بندول او ترتيبول او د اړتيا په وخت ترې ګټه اخيستل.
  2. له خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه د عندالضرورت په وخت کې مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او ذيصلاح مقاماتو ته يې وړاندې کول.
  3. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرایط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

د نوموړې دندې مسؤليتونه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په نظر کې نيولو سره لږ تر لږه شرايط او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

  1. د زده کړې سند يې لږ تر لږه څوارلسم او له دې نه لوړو زده کړو ته لومړیتوب ورکول کیږی.
  2. د دندې اړونده لږ تر لږه يوکلنه کاري تجربه لرل.
  3. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ یا دری) برلاسى او له انگلیسي ژبې سره بلدتيا.
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري برنامو کې بلدتيا.

———————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم