سې شنبه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم بستونو زرګونه تعیینات پيلېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د سې شنبې په ورځ (د وري په ۱۳) د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم او د ښوونکو بستونو تعیینات پيلوي.

د دغو بستونو د اوطلبانو پایلې سې شنبه د کمېسیون ویبپاڼه کې خپرېږي. هغه داوطلبان چې دغو بستونوته بریالي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته.

د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنو د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځم او شپږم بستونوته بریالي شول.

خو د دغه شمېر نوماندانو له ګومارنې وروسته، د ښوونکو او ملکي خدمتونو پنځم او شپږم زرګونه نور بستونه وپېژندل شول. دغه بستونه په تېره ډله ییزه ازموینه کې شامل نه وو او یاهم د تېرکال په ترڅ کې خالي شول.

د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کود نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره، دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې بې نتیجې نوماندانو څخه ډک کړي.نو له دې امله، داوطلبان د الکترونیکي سیستم او وسایلو له لارې او انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې تعیین بست کېږي.