د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د نوی رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي. د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: عامه ادارې د مشرۍ زده کړې څانګې آمر
بســــت: دریم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: عامه ادارې د مشرۍ زده کړې څانګې آمریت
راپور ورکول : د ښوونې او نصاب پراختیا رئیس
راپور اخیستل: د مشرۍ ټرینر د مشرۍ ټرینر د عامه پالیسۍ ټرینر د عامه پالیسۍ ټرینر د استرایژیکي مدیریت ټرینر د استرایژیکي مدیریت ټرینر
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۸/۱۰/۱۳۹۹ الی ۱۸/۱۰/۱۳۹۹
د دندې موخه: د نصاب طرحه کولو، ترتیبولو بهیر مدیریت ، د پروګرامونو او ښوونیزو موادو طرحه او د ښونییز پروګرامونو طرحه کولو او پلي کولو بهیر معیاري کول، د دیپارتمنت غړو د کړنو تنظیمول او اداره کول او د عامه ادارې مشرۍ زده کړې دیپارتمنت د غړو وړتیا لوړولو لپاره د فرصتونو چمتو کول.
د دندې واکونه او مسولیتونه | |
تخصصي دندې | ۱٫ د عامه ادارې مشرۍ په اړه د وړتیا لوړولو پروګرامونو طرحه او ترتیبولو کې فعاله همکاري او ونډه اخیستل.
۲٫ د ښوونیزنصاب او وړتیا چوکاټ په ترتیبولو کې فعاله همکاري او ونډه اخیستل. ۳٫ د ملکي خدمتونو کارکوونکو ملي وړتیا لوړولو پالیسۍ په ترتیبولو کې همکاري او پلي کولو څخه یې څارنه کول. ۴٫ د مشرۍ اړوند وړتیا روزنې پروګرامونو او د وړتیا روزنې نصاب اړوند موضوعاتو تطبیق او تر سره کول. ۵٫ د وړتیا روزنې پروګرامونو سرني او پایلني ارزونو پوښتنلیکونو نهايي کول او بیا کتل. ۶٫ د ملکي خدمتونو کارکوونکو ښوونیزو پروګرامونو دایرولو پر وخت له بېلابېلو روشونو او میتودونوڅخه په اغیزمنه توګه کاراخیستل. ۷٫ د وړتیا روزنې پروګرامونو ګډونوالو ډله ایزو او انفرادي کارونو او څېړنيزو پروژو په لار اچول او څارل. ۸٫ څېړنیزاومدیریتي پروژو کې د ګډونوالو لارښوونې میکانیزم رامنځته کول او پلي کول. ۹٫ پروګرامونو کې د شامل کسانو ښوونې او کاري وړتیا لوړونې لپاره، د ملکي خدمتونو انستیتوت څېړنیز کارونو پایله په کار اچول. ۱۰٫ د وړتیا روزنې پروګرامونو اغیزمنتیا زیاتولو په موخه، د مرستندویه مالوماتي ښوونيز موادو راټولول. ۱۱٫ د ښوونیز نصاب او موردي مطالعاتو (Case Studies) غني کول او نهایي کول. ۱۲٫ د دیپارتمنت ټرینرانو وړتیا لوړولو لپاره، اړوندو موضوعاتو کې د مربیانو روزنې او تخصصي زده کړیزو پروګرامونو دایرول. ۱۳٫ د زده کړیزو پروګرامونو وړاندې کولو او مخته وړلو لپاره، د درسي پلانونو چمتو کول او ترتیبول. ۱۴٫ د پروګرامونو پیلېدو څخه مخکي د ټولګي تنظیمول، مدیریت کول او د زده کړې مرستندویه موادو له شتون څخه څارنه کول. ۱۵٫ د دیپارتمنت ټرینر څخه راپورونو اخیستل او اړوند رئیس ته یې وړاندې کول. |
مدیریتي دندې | ۱۶٫ د ادارې عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول.
۱۷٫ لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول. ۱۸٫ د لاس لاندې کارکوونکو مشري، مدیریت کول او د لاس لاندې څانګو د کارکوونکو زده کړیزو اړتیاوو تعینول او وړتیا لوړول. ۱۹٫ د ادارې مشرتابه ته، د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا پر وخت راپورونو وړاندې کول ۲۰٫ د ادارې موخو، قوانینو او مقرراآتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي. |
د همغږۍ دندې | ۲۱٫ د سپارل شویو چارو تر سره کولو په موخه، د ملکي خدمتونو اړوندو څانګو او زده کړیزو پروګرامونو هدف لاندې ډلو سره همغږي کول.
۲۲٫ د ټیم فعال غړي په توګه، د پلان پلي کولو او ترسره کولو کې ونډه اخیستل او د ډلییز کاري فرهنګ پیاوړي کول. |
د ګومارنې شرایط | د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ ، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده |
د زده کړې رشته | لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري (ښوونیزمدیریت، عامه اداره، اداره او تجارت، عامه پالیسی، لوی مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت او حقوق، په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. |
کاري مخینه | د دندې اړوند له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده. |
اړین مهارتونه |
أ. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې برلاسی واوسي.ب. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل. |
هڅونې | أ. د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
ب. ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
|
نوت | نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛ |
________________________________________________________________________________________________