عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاس رسۍ آمر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سيسټم سره سم دویم ځل لپاره اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاس رسۍ آمر HR-026

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاس رسۍ آمر

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د عامه اړیکو او ویاند د اطلاعاتو ریاست

راپور ورکول  :                     د عامه اړیکو او ویاند، د اطلاعاتو رئیس

راپور اخیستل:                    تر لاس لاندې کارکوونکي  (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

تاریخ نشروختم اعلان:          ۱۱/۰۸/۱۳۹۹ الی ۱۸/۰۸/۱۳۹۹

 

د تغیرپروژه:

 

د تغیر پروژه نیغ په نېغه د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابویونکې ده.چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اواغیزمنې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د بدلون پروژې ټولیزه موخه د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د سیستم اصلاح ، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

 

د دندي موخه:

دولتي نهادونو، د مدني ټولنې ځوانانو، دیني علماوو، او د ټولنې  بیلابیلو اقشارو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.  او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون اطلاعاتو ته لاس رسی کول.

د بست تخصصِ دندي:

  1. د عامه اړیکو او مالوماتو ریاست په هوکړې سره، اطلاعاتو ته د لاس رسۍ او عامه اړیکو په برخه کې د دلییزو کاري طریقو چمتو کول.
  2. د عامه پوهاوۍ لپاره، د کمیسیون مطبوعاتي ناستو، او خبري کنفرانسونو دائیرول او همغږي کول.
  3. مرکه غوښتنکو رسنیو ته معقول ځواب ورکول. او رسنیو سره د کمیسیون مقاماتو مطبوعاتي مرکو تنطیمول.
  4. د کمیسیون په اړه، رسنیو او خپرونو څخه څارنه کول او اړونده رئیس سره یې په لومړني فرصت  کې شریکول.
  5. د کمیسیون لاسته راوړنو انعکاس په موخه، د کمیسیون په استازولۍ د ادارې مسئول سره په همغږۍ، د رسنیو په پروګرامونو کې ګډون کول.
  6. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او د اړونده ادارې  تګلارې په پام کې نیولو سره، مدني تولنو، رسنیو، او د هیواد اتباعو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کول.

 

مدیریتي دندې:

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د سلوک دول مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  3. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  4. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  5. واک لرونکو مقاماتو او مسقیم آمرته، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
  6. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

  1. دولتي نهادونو، د مدني ټولنې ځوانانو، دیني علماوو، او د ټولنې بیلابیلو طبقو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول. او یادو ډلو ته  د ناستو دائیرولو له لارې د کمیسیون فعالیتونو په اړه خبرتیا ورکول.
  2. ریاست سره په همغږۍ، د نظرونو او فکرونو شریکولو لپاره، رسنیو، خبریالانو، کورنيو، بهرنيو نهادونو اومالوماتو ته د لاس رسۍ کمیسیون سره، د همغږۍ او اړیکو ټیګول
  3. د اړتیا له مخې، د مالوماتو راټولولو لپاره، دولتي او غیر دولتي نهادونو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.

 

————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: ژورنالیزم، عامه روابط، ادبیات، حقوق اوسیاسی علوم، عامه پالیسي، عامه اداره، ښوونه او روزنه، ټولنپوهنه، اروا پوهنه، لوی مدیریت، او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري مخینه:

  1. کاري مخینه لږ تر لږه دوه کاله

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې :

  1. امتیازي (پنځه) نمرې معلول نوماندانو ته د دریم او څلوم بستونو لپاره، د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي
  2. (پنځه) امتیازي نمرې د ښخینه نوماندانو لپاره د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود