«غوره ریاست» باید درې کاله وساتو

د موټرو له پارکینک څخه چې د ودانۍ شاته دی، د یوې شاتنۍ دروازې پر لور یې ورځو او د لوړو زده کړو وزارت یوه دهلیز ته د ننه کېږو. د دغه وزارت د بشري سرچینو له رییس سره مو مرکې لپاره وخت اخیستی، خو نه پوهېږو چې دفتر یې د ودانۍ په کومه برخه کې دی. معمول سره سم، هغه چا پسې ګرځو چې موږ ته لارښوونه وکړي، خو سترګې مې په تشکیلاتي چوکاټ لګېږي کوم چې د دیوال نیمايي کې ځوړند دی چې پرمخ یې پتې او ادارې کاري پروسیجر شرح شوی دی. دغه موضوع چې په ډېرو ادارو کې دود نه ده، نو پام مې یې ځانته واړولو چې مقصد ته رسېدو پورې د تابلو ګانو، لارښودونو، ویترینونو، د اورلګېدنې سیستم نصب، امنیتي کمرو او معلولیت لرونکو کسانو ته د ځانګړو لارو جوړېدو لیدنه کوم. ځان سره وایم بې دلیله نه ده چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په  ارزونو کې د «غوره ریاست» په توګه غوره شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رییس محمد مصطفی یونس زاده سره د هغه په کاري دفتر کې ګورم او ورڅخه پوښتم چې کوم مهم کارونه دې کړي چې ریاست او کارکوونکي دې د « غوره ریاست» په توګه غوره شوي دي. یونس زاده له دې امله چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ارزونه کې د « غوره ریاست» په توګه غوره شوي دي، په اړه یې خوښي څرګندوي او زیاتوي چې دغه عنوان «سرلیک» دروند پېټی پر اوږو اېښی او ډله یې هڅه کوي څو نوې طرحه جوړه کړي او دغه ځایګی کم تر کمه درې کلونو پورې وساتي.

هغه وايي چې دغه عنوان یې په اسانه نه دی ترلاسه کړی او په بېړه د بدلونونو او بنسټیزو اصلاحاتو خبره کوي او یادونه کوي چې دغه کار یې د دې لپاره پیل کړی چې څرنګه د ننه وضعیت ښه، د ګومارنې پروسه کې شفافیت رامنځ ته شي او کارکوونکو لپاره خوندي چاپېریال جوړ کړي.

دغه راز، مراجعینو ته څرنګه  اغېزناک او ګټور خدمات وړاندې شي او اغېزناک تشکیلاتي جوړښت جوړ شي او د هېواد د نافذه قوانینو له مخې عیار شي.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رییس زیاتوي له کله راهیسې یې چې د بشري سرچینو د رییس په توګه کار پیل کړی تشکیلاتي او جوړښتي بیا کتنه یې لومړیتوب دی، ځکه د نوموړي په وینا، تشکیلاتو او جوړښت جدي ستونزه لرله او وظیفوي تداخل دومره زیات وو چې د یوه کار لپاره به پاڼې په څو ادارو څرخېده. نوموړی وايي: د تشکیلاتي اصلاحاتو لپاره یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د جمهوري ریاست چارو ادارې سره په همغږۍ یوه ډله جوړه کړه چې له بیاکتنې وروسته، د دغه وزارت تیت او پرک تشکیلات یې په منظم او اغیزناک تشکیلاتو باندې بدل کړل. د ګومارنې پروسې شفاف کول، بله موضوع ده چې یونس زاد یې په اړه جدي کار کړی او د ګومارنې پروسه یې له ورقي حالت څخه ایستلې او له الکترونیکي سیستم سره یې عیار کړې ده. د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رییس په وینا، د ګومارنې پروسې له الکترونیکي کولو او د تشکیلاتو له اصلاح وروسته، يه اداري برخو کې له اووه سوه زیات تش بستونه په نښه شول او د ازاد رقابت او شفاف ډول وګومارل شول. دغه راز، کادري او تحصیلي برخو لپاره ۱۶۲۰ بستونه په نښه شول او د ولسمشر له منظورۍ وروسته، له زرو زیات بستونه یې د ۹۸ او ۹۹ کلونو په ترڅ کې جذب شول او ۵۰۸ پاتې بستونه به یې سږ کال وګومارل شي.

 د ظرفیت لوړولو پروګرام په ترسره کولو سره، د کارکوونکو تخصصي او کاري کچه مو لوړه کړه.

د کارکوونکو ظرفیت لوړول، یو بل پروګرام دی چې یونس زاد ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده. نوموړي لومړی روزنیزه اړتیا سنجونه کړې او روزنیزپروګرامونه یې د کارکوونکو د اړتیاوو مطابق جوړ کړي دي.

د لنډ مهاله زده کړو په خواکې، نوموړي د دغې ادارې شپږ تنه کارکوونکي د بهرنیو بورسیو له لارې د ماسترۍ پروګرام ته هم معرفي کړي دي.

له ادارو څخه دلیدنې پرمهال، د ظرفیت لوړولو پروګرام ټولګي ته مو سر ورښکاره کړ او د دغه وزارت نولس تنه  کارکوونکي د access پروګرام په زده کړو بوخت وو. د بشري سرچینو ظرفیت لوړولو پروګرام یو ښوونکی عبیدالله مولايي وویل چې د مخکې ټاکل شوي پلان له مخې چې د روزنیزې اړتیا سنجونې له مخې جوړ شوی دی، درې موخې څارل شوې دي چې د کارکوونکو مهارت او تخصص، په اداره کې د چلند او سلوک ډول  او مدیریتي او ارتباطاتو برخې پکې شاملېږي.

نوموړي زیاته کړه د ادارې کاري پایله د کارکوونکو له مهارت او تخصص سره تړاو لري او د کار کیفیت هم د مدیریتي، ارتباطي او مراجعینو سره د کارکوونکو د چلند او سلوک ډول سره لوړېږي.

 مولایي وايي، د یوه کال په ترڅ کې د دغه وزارت د منځنۍ او ورودي کچې کارکوونکو ۳۲۰ تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړولو او روزنیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي دي.

د یادو مواردو سربېره، نور اساسي کارونه هم شوي چې د بشري سرچینو ریاست میاشتنیو غونډو جوړولو، داعلان شویو بستونو متقاضیانو ته د جامع لارښود ترتیبولو، د ګومارنې پروسو کې د دویمو واحدونو له لارې د اسنادو وړاندې کولو، د برېښنا لیکونو له لارې د همغږۍ او د بشري سرچینو واحدونو سره د ویدیو کنفرانس له لارې د اړیکو ټینګول او د اداري فساد پروړاندې مبارزې، کاري پروسو ساده کولو او په اغیزناک ډول له ټکنالوژۍ برخو کې همکارانو ته د کاري تجربو او پوهې لېږد، هغه موارد دي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ارزونو کې يې پام ور اړولی دی.

دغه راز، په مشخصو ساحو کې کارکوونکو او لوړ رتبه کارکوونکو ته د زرهي دروازو نصبول چې ټول دفترونه تر پوښښ لاندې راولي، د کړکیو ښيښو ماتېدو مخنیوي لپاره  د دفترونو په ښیښو باندې د بلسټ فلمونو نصبول، په بېړنیو حالاتو د ژغورونکو لارو جوړول، ټولو دفترونو ته د روغتیايي کېټونو وېشل، د بېړنیو حالاتو خبرولو لپاره د خطر زنګ نصبول، د سوانح د ټولو دفترونو کد ګذاري او په خوندي فلزي بکسونو کې یې ساتل، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ذاتي چارو معلوماتو ثبت او راجستر، د ظرفیت لوړولو په برخه کې د مشخصې کړنلارې جوړول، د ظرفیت لوړولو په برخه کې د مشخصې کړنلارې جوړول، امتیازي معاشات، د بالمقطع کارکوونکو جذبول او بالاخره د نسوانو په لیلیه کې د الکترونیکي حاضرۍ جوړول، هغه کارونه دي چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست یې د «بشري سرچینو غوره ریاست» په توګه غوره کړی دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون تېرکال د غوره بشري سرچینو ریاست، بشري سرچینو غوره ریاست او د ملکي خدمتونو بشري سرچینو غوره طرحه، د تندیسونو  او ستاینلیکونو په ورکړې سره ولمانځله. د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست چې د معیارونو له مخې یې لوړې نمرې اخیستې وې، د بشري سرچینو غوره ریاست په توګه غوره شو.