لارښود

د تعييناتو د بورډ  خبرتیا

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

نوموړې خبرتیا د مطالعې ورسته لاسلیک او د غوښتنپاڼې له فورم سره يې تسلیم کړي


د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون   هغو کسانو ته خبر ورکوي چې غواړي  د ازادې سیالۍ له لارې  دلومړي بست څخه تر اتم بست پورې ازموینو په سیالیوو کې ګډون وکړي لاندې مهم ټکي باید ترهرڅه دمخه په جدي ډول په نظر کې ونیسي.

۱٫ قدرمن غوښتوونکي دي دغوښتنپاڼې معیاري فورمه ددې لارښود سره سم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دمرکزي او یاهم ولایتي دفترونو څخه ترلاسه او په بشپړ مسولیت او پوره غور څخه ورسته دې ډګه کړي او د اعلان دپای ته رسیدو دمخه دې دټولو اړینو اسنادو سره اړونده دفترونو ته تسلیم کړ، همدارنګه دغه غوښتنپاڼه دکمېسیون(iarcsc.gov.af  ) ویب سایټ څخه هم ښکته کولی شي او دټولو اړونده اسنادو سره دې سکن او د بستونو په جداوالي سره دې لاندې ایمیل ادرسونو ته ولیږي.

  • لومړي او دویم بستونه دې ایمیل ادرس ته recruitment@iarcsc.gov.af
  • دریم، څلورم،پنځم، شپږم،اوم او اتم رتبه بستونه دې ایميل ادرس ته hr@iarcsc.gov.af

۲٫ که چیرته غوښتوونکي د  ملکي خدمتونو د بستونو په ګومارنه کې  له واسطې او نفوذ څخه کار واخلي نو پدې صورت کې د ازادې سیالۍ په پروسه کې له همدې بستونو کې له ګډون څخه محرومیږي.

۳٫ که چیرته غوښتوونکي خپل اسناد او معلومات د واقعیت خلاف ثبت کړي نو هم دازادې سیالۍ له پروسې ویستل کیږي.

۴٫ قدرمن غوښتوونکي دې د خپلو زده کړو له اسنادو کاپي چې له لوړو زده کړو لخوا تائید شوي وي  له ځان سره ولري، د ملکي خدمتونو  تعییناتو بورډ کې هیڅ ډوله تصدیق، ستاینلیک او تحصیلي سرتفیکټ دپوهنتونونو  او د لوړو زده کړو د موسساتو څخه ترهغې پورې نه منل کیږي ترڅو د لوړو زدکړو وزارت له لورې تائید شوی نه وي.

۵٫ د ۱۳۷۱ ه کال څخه تر ۱۳۸۱ ه کال پورې  د زده کړو اسناد د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۸۵/۲/۲۴ نیټې د۱۸۸ ګڼې  مکتوب پراساس په لوړو زده کړو وزارت کې دبیا کتنې او تائید وروسته منل کیږي.

۶٫ هغه نوماندانو چې له هېواد څخه بهر زده کړې کړي وي باید د افغانستان د لوړو ز ده کړو وزرات له لوري یې اسناد ارزول شوي او ددې وزارت د اکاډمیکو چارو دانسجام د ریاست مکتوب هم له ځان سره باید ولري.

۷٫ د هغو نوماندانو اسناد چې له هېواده بهر یې زده کړې کړي وي او  په موقتي ډول د لوړو زده کړو وزارت  لخوا ارزول شوي دي د باور وړ دي خو غوښتوونکي مکلف دی چې له مصاحبې دمخه باید دنوموړو اسنادو د ارزونې چارې پشپړې کړي.

۸٫ همدارنګه  هغه نوماندان چې د خصوصي پوهنتونو او یاهم تحصيلي موسساتو څخه فارغ شوي دي سرتفیکیټ او  دنومرو ترانسکریپټ د یادې موسسې سره دثبت او تصدیق سره بېره  ترې غوښتنه کیږي چې نوماندان باید دخپل تصدیق کاپی سره  یوځای د اړنده  لوړو زده کړو موسسې مکتوب هم د خپل غوښتپاڼې سره یوځای کړي.

۹٫ هغه نوماندان چې په رسمي ادارو کې په رسمي دنده بوخت دي  او یایې پخوا رسمي دنده ترسره کړي وي  خپله تازه رسمي پيژندنه(خلص سوانح) چې د صادریدو نېټه ولري  دخپلې وروستۍ دندې له فورمې سره دې یوځای کړي.  او هغه رسمي پيژندپاڼې(خلص سوانح) چې په مرکز او ولایتونو کې د دویمي ادارې واحدونو څخه صادر شوي وي د باور وړ نه دي  مګر په هغه حالت کې دباور وړ دي چې لومړي اداري واحد وازرت يا ادارې لخوا پرې د تاید ټاپه لیږدلي وي.

۱۰٫ هغه غوښتوونکو چې په نړیوالو د باور وړ موسساتو کې دندې ترسره کړي دي  د دوي اسناد او کاري تجربه د نوموړې بنسټ د بشري سرچینو له څانګې د تائید وروسته د تړون د کاپي سره یوځای باید دغوښتنپاڼې سره مل کړي.

۱۱٫ د ملکي خدمتونو دبستونو لپاره نوماندان که چیرته یې په موسساتو، شرکتونو او خصوصي سکتور کې دنده ترسره کړي وي نو د نوموړې موسسه او شرکت باید د اقتصاد په وزارت کې ثبت وي او نوموړی نوماند باید دغوښتنپاڼې دفورم سره دنوموړې دندې تړون لیک او دمالي وزارت دمالي ورکولو فورم سره مل کړي.

۱۲٫ هرکله چې د نوماند د زده کړو او کاري تجربې په اړه شک پيدا شي نو د دقیقو معلوماتو د ترلاسه کولو  وروسته اړونده  څانګه به نوموړې موضوع د ورښانتیا په موخه  عدلي او قضايي ارګانونو ته لیږي.

محترم  غوښتونکي او نوماندان دې د اسنادو دډګولو فورمو او سپارلو پرمهال دې پورته لارښونې  په دقیق ډول په نظر کې ونیسي، د اسنادو کاپيان چې سپاري باید روښانه او دلوست وړ وي او دهغې پرته ناسمې ارزول کیږي او له دې پرته هیڅ ډوله نور  اسناد  د غوښتنپاڼې د تسلیمولو وروسته دمنلو وړ نه دي.

د نوماند نوم:                                                    لاسلیک:                                                         نېټه:        /       /


فورم‌ها و اطلاعیه‌های خدمات ملکی:

۱ د سي‌بی‌آر فورم – فارسی د سی‌بي‌آر فورم – انګلیسي 
۲ د لومړۍ او دوم بستونو د غوښتنې فورمه (رتب او معاش) د ۳ تر ۸ بستونو د غوښتنې فورمه (رتب او معاش)
۳ د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورد اطلاعیه- دانلود PDF  

 

د اسنادو د سپارلو لپاره برېښنالیکونه:

۱ تر ۲ بستونو: recruitment@iarcsc.gov.af

۳ تر ۸ بستونو: hr@iarcsc.gov.af