مالي آمر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ مالي آمر ۳ د مالی او اداری ریاست ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز معلومات:

د بست دعلان شمېره:
د دندې عنوان: مالي آمر
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست
د بست ځاى: کابل
د بستونو شمېر: ١
راپور ورکول: مالي او اداري رئیس ته
راپور اخيستل: د لاس لاندې کارکونکو څخه ( د تشکیلاتي جوړښت سره سم)
د بست کوډ: ۰۰۷-۱۱-۹۰-۶۲
د بياکتنې نېټه: ٢۵/١۲/١٣٩٧

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د مالي چارو مدیریت ( د عادي او پراختیایی بودجې تخصیصات، د لګښتي حوالو سرته رسول، مالي فورمې، کورنۍ او بهرنۍ سفريې) د نافذه قوانیینو او مقرراتو سره سم.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د ریاست د عمومي پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونو جوړول د ادارې د ټاکل شویو موخو د رسیدو په خاطر.
  2. د ادارې د عادي او پراختیایی لګښتي حوالو د سرته رسولو مدیریت، د چارو د روڼوالي په موخه.
  3. د معاشونو د استحقاق د فورمو او نورو حسابی او د سرته رسولو په حال کې حوالو مدیریت، کنترول او کتنه.
  4. د حوالو، کورنۍ او بهرنیو سفرونو، معاشونو او د کارکونکو د نورو امتیازاتو په خپل وخت سره سرته رسولو په موخه د مالېې وزارت د خزائینو د لوی ریاست د ورکړو د څانګې سره د دوامدارې اړیکو او همغږۍ ساتل.
  5. د معاشونو د استحقاق او د راتلونکو کړنو لپاره د ورکړې د امر م ۱۶ – م ۱۲ فورم څارنه او کنترول.
  6. د نقدي معتمد (خزانه دار) د سندونو، فورمو ترتیب او د دکړنو څخه کنترول، څارنه او ارزونه.
  7. د فورمو، د لګښتونوسندونو، د ترتیب څخه د ډاډ د ترلاسه کولو او اړوندو مقاماتو ته ېې وړاندې کول تر څو د معتمد له وجهې څخه وضع او لګښت ېې اجراء شي.
  8. د میاشتني، درې میاشتني او کلني لګښتونو د بیلانس راپور ترتیب او اړوندو ذیصلاح مقاماتو او مراجعو ته وړاندې کول.
  9. د ا.ا جمهوري ریاست د مقام او د کمیسیون د مقام د جلساتو، مصوباتو، لارښونو، او حکمونو د پلي کیدو په موخه لاس لاندې کارکونکو ته اړینې لارښونې.
  10. د ادارې د موخو د تحقق څخه د ډاډ تر لاسه کولو په هدف د کمیسیون د سیمه ایزو دفترنو د مالي څانګو څخه بررسی.
  11. د ادارې د عادي او پراختیایي بودجې د تشخیص، تدوین، ترتیب، او تنظیم په برخه کې مرسته او طی مراحل کول ېې.
  12. د اداري د موخو او پروګرامونود لاسته راوړنو په اړه تصمیم نیونه او د مسلکي مشورو ورکړه.
  13. د لاس لاندې کارکونکو د ګومارنې ،پرمختګ، هڅونې او روزنې څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه مدیریت او ساتنه.
  14. د ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.
  15. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ضرورت په وخت کې، میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه او لارښودونه ادارې ته وړاندې کول.
  16. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شویو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو:  اقتصاد، اداره تجارت، عمومی مدیریت، عامه اداره،مالي او حسابي مدیریت مالي او بانکدارۍ چارې او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم