مالي او حسباداري ریاست

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد، د پوهنې وزارت دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سر لیک د بست د کوډ شمېره
۱ مالي او حسباداري ریاست ۰۰۱۴

 

د بست ځانګړنې:

د بست عنوان:                              مالي او حسباداري ریاست

بســـــت:                                     دویم

د بست شمېر:                               (۱)

وزارت/اداره:                                   د پوهنې وزارت

اړونده څانګه:                                مالي او اداري معینیت

د بست ځای :                               کابل

راپور ورکول :                                  مالي او اداري مرستیال

راپور اخیستل:                               لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د معاش اندازه:                              د بست اصل معاش + د بدلون پروژې امتیاز سره لومړي ګام څخه ۱۰۹،۶۰۰٫۰۰ افغانی تر پنځم ګانه پورې ۱۶۴،۴۸۹ افغانی ( د بدلون پروژې امتیازورکولو لارښوود سره سم)

تاریـخ نشر و ختم اعلان:                 ۲۳/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۳/۱۱/۱۳۹۸

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د بدلون پروژه:

د بدلون پروژه د افغانستان د سولي او ملي پراختیا کاري چوکاټ ته مستقیماً ځواب ویونکې ده. د پراختیایي لومړیتوب په شمول د عامه ادارې ګټور او ځواب ویونکي سیستم جوړونې او همدا راز د ملکي خدمتونو د تخصصي کېدو، ساتنې او ودې په موخه کار کوي.

د بدلون پروژې کلي هدف؛ د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د وړتیا په اساس د کلیدي بستونو د ګمارنې له لارې د وزارتونو او ادارو د ظرفیتونو ودې، د کارکوونکو د مدیریت ښه والي او په ښه توګه د بشري سرچینو پلان جوړونې ځخه عبارت دی.

د بدلون پروژه د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستندویه وجهي صندوق(ARTF) او د نړیوال پراختیایي ټولنې(IDA) د نړیوال بانک ګروپ له لوري تمویلېږي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب پلي کوي.

 

 

د پوهنې وزارت په اړه:

د پوهنې وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی چې د هیواد بچیو ته د سالمې ښوونې او رزونې په موخه رامنځ ته شوی دی. د بې سوادۍ له منځه وړل، د ښوونځیو، د ښوونکو روزنې موسسو، دارالعلومونو، دیني مدرسو او سواد زده کړو کورسونو اړونده؛ ښوونکو، استادانو او مدرسینو وده او ظرفیت لوړول د پوهنې وزارت له لویو موخو څخه حسابېږي چې د اساسي او ټولګټو خدمتونو په وړاندې کولو سره د اساسي قانون، د پوهنې قانون، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون، لایحو، مقرراتو او د پوهنې وزارت ستراتیژیک پلان په پام کې نیولو سره د دې موخو پلې کول چې په پنځو برنامو کې( ۱. عمومي زده کړې ۲. اسلامي زده کړې ۳. ښوونیز نصاب او د ښوونکو روزنه ۴. د سواد زده کړې ۵. د پوهنې ادارې برنامه) تدوین شوي، ترسره کېږي.

دا وزارت د هیواد د بچیو د ښوونې او روزنې د اصلي بستر په توګه د دې خاورې د وګړو د ژوند ښه والي لپاره هڅې او کوښښونه کوي. د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لارې د هیواد په ټولو سیمو کې په پراخه توګه خدمتونه وړاندې کوي چې د ګران هیواد ټول وګړي ترې برخمن دي.

 

د دندې موخه: د پوهنې وزارت د مالي سرچینو له ضایعه کېدو څخه د مخنیوي، د رڼوالي اصل او نړیوالو استندردونو او معیارونو په پام کې نیولو سره د مالي او حسابي برخو مدیریت، کنترول او څارنه.

 

د بست تخصصي دندې:

  1. د مالي کال په پیل کې د مرکزي هستې له معینیتونو او ولایتي ریاستونو سره په مشوره، د مالي او حسابداري پلان جوړول
  2. د لګښتونو د تأمین په موخه د ادارې له اهدافو او برنامو سره سم په مالیې وزارت کې د کلنۍ بودجې له طرحې څخه دفاع
  3. د وزارت عادي او پراختیایي پودجې له ترتیب څخه مدیریت او کنترول او له اړونده شعبو سره په همکاري د لګښتونو د تأمین په موخه د بودجې له پلي کولو څخه څارنه
  4. د مالي او حسابداري اجراآتو لارښوود ترتیب او پراختیا او د اړونده چارو غوره والي په موخه د مالوماتي تکنالوژۍ سره په همکاري د راپور ورکونې برېښنایي سیستم رامنځ ته کول
  5. د مالي او حسابداري اړونده اسنادونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د مالوماتي تکنالوژي ریاست به مرسته د برېښنایې خوندیځ سیستم رامنځ ته، تطبیق او مدیریت
  6. د تخصیصونو او په هغه کې د تعدیلاتو د فورمونو له ترتیب څخه مدیریت او کنترول او ولایتونو ته په میاشتني ډول د عادي بودجې لېږل
  7. د خزانه دارانو اړونده لګښتونو، معاشانو، پېرودونو او جمع قید چارو اجراء څخه څارنه او ورته پاملرنه
  8. له قطعیه حساب څخه ډاډ ترلاسه کول او له مالیې وزارت سره پلي کول
  9. د بودجوي واحدونو په پام کې نیولو سره په عادلانه توګه د تخصیصونو له وېش څخه کنترول او څارنه
  10. د اړونده دیپارټمنټونو د مالي او حسابداري چارو د پیاوړتیا په موخه مسلکي او ګټورې مشورې وړاندې کول
  11. د وزارت د عوایدو له راټولو څخه ډاډ ترلاسه او د دولت عوایدو د کچې لوړېدو په موخه یې د مالیې وزارت د عوایدو حسابونونه ته سپارل
  12. د وزارت کارکوونکو د معاشونو، ضمیمو او ټولو پولي امتیازونو په خپل وخت اجراء کولو څخه ډاډ ترلاسه کول
  13. په نیمه مالي کال کې(د بودجې بیا توزیع په وخت کې) د عادي او پراختیایي بودجې اړونده څانګو د ستونزو هواري په موخه اړین تدابیر نیول
  14. د بهرنیو او بلاعوضه مرستو بودجې له تادیاتو څخه د سمې او ګټورې کارونې په موخه کنترول او پلټنه

 

د بست اجرائیوي او مدیریتي دندې:

  1. د پوهنې وزارت د اهدافو ترلاسه کولو په موخه له عمومي پلان سره سم د اړونده ریاست میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی پلان ترتیب او جوړول
  2. د ریاست د کلني کاري پلان په اساس د بودجوي اړتیاوو پېژندنه او وړاندیز
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي د موخو او برنامو ترسره کول
  4. مالوماتو ته د لاس رسي قانون او اړونده ادارې د پالیسيو په پام کې نیولو سره د دولتي ادارو د ننه، مدني ټولنو، رسنیو او د هیواد وګړو ته د مالوماتو وړاندې کول او مشري
  5. په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو د قانون، د ښځو او ماشومانو د ځورونې منعې قانون او د چلند لارې مقررې په پام کې نیول او له پلي کولو څخه یې ډاډ ترلاسه کول
  6. اړینو موخو ته د لاس رسي په موخه د اړونده کاري اجرااتو حساب ورکونه او رڼوالی
  7. د ګټورو او په وخت سره د اجرااتو په موخه د اړونده کارکوونکو مشري او مدیریت
  8. د کړنو ښه والي انګېزه، د کار مؤثریت، د ښوونیزو اړتیاوو ټاکل او د ظرفیت لوړونې په موخه د کارکوونکو د کړونو ارزونه
  9. د ورکشاپونو، سېمینارونو، مشورو او زده کړو له لارې اړونده کارکوونکو ته د وړتیاوو انتقال او پراختیا
  10. د اړوندې څانګې له لاس ته راوړنو او فعالیتونو څخه مشرتابه ته میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی کاري راپور وړاندې کول
  11. د ټولو دندو اجراء کول چې د لوړو مقاماتو له لورې د قوانینو، مقررو او اهدافو سره سم سپارل کېږي

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د ګمارنې شرطونه (د زده کړو کچه او کاري تجربه:

دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لیږ تر لیږه په لاندې معیارونو او شرطونو ترتیب شوې ده:

  1. لیږ تر لیږه د لیسانس په کچه د زده کړو سند په لاندې رښتو کې لرل: د اقتصاد، اداره او سودا ګري، مالي او حسابي مدیریت، ACCA، CA، عامه اداره، عمومي مدیریت او په دې رښتو کې لوړې کچې ته لومړیتوب ورکول کېږي
  2. اړونده کاري تجربه په (مشابه مدیریتي، مالي او حسابداري مدیریت او بودجوي تخصصي برخو کې او یا د بست د دندو د مسئولیتونو او لیکل شویو موخو سره سم) وي چې د لیسانس لپاره دری کلنه، ماسټر لپاره دوه کلنه او د دکتورا لپاره یو کلنه
  3. د هیواد پر یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې بشپړ تسلط
  4. د دندې اړونده د کمپیوټري برنامو وړتیاوې

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود