نادري د کمېسیون پر کارکوونکو د برید عاملینو باندې د عدالت پلي کولو غوښتونکی شو

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د غبرګولې د ۱۳ ترهګریزې پېښې د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره کړل. دغو مراسمو کې، د شهیدانو کورنيو، یو شمېر دولتي چارواکو، د مدني ټولنو مسوولینو، د رسنیو مشرانو او د کمېسیون مشرتابه او کارکوونکو برخه واخیسته.

د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ ورځ ، په یوه ترهګریز برید کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون پنځه تنه کار کوونکي شهیدان او ۱۱ نور یې ټپیان شول.

په یاده پېښه کې د زېرمې د ثبت مدیر سید حامد، خدماتي کارکوونکی محمد قاسم، موټرچلوونکی احمد مصطفی، خدماتي کارکوونکی فضل الله او دروازه ساتونکی محمد عالم وردګ شهیدان شول.

د مراسمو په پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري د دا ډول پېښو په عاملینو باندې د عدالت د عملي کولو غوښتونکی شو.

ښاغلي احمد نادر نادري وویل:«په ملکي خلکو برید د بشریت پر وړاندې ښکاره جنایت دی. دا ډول بریدونه نه یواځې د نړیوالو قوانینو له مخې محکوم او د څار وړ بلل کېږي، بلکې د اسلام مبین دین د احکاموله مخې، د دا ډول زړه بوږنوونکو جنایتونو د عاملینو جزا جهنم دی او په دنیا کې هم باید و څارل شي.»

د کمېسیون رییس په خلکو ټینګار وکړ چې په ملي کچه اړتیا ده څو په ملکي خلکو باندې د برید عاملینو پروړاندې که هغه طالبان دي او که نورې ترهګرېزې ډلې؛ عمومي بسیج رامنځ ته شي او د افغانستان خلک یو موټی د دغو جنایتونو پروړاندې ودرېږي.

د ښاغلي نادري په وینا، په نړیواله کچه هم اړتیاده څو د ملکي خلکو پر وړاندې د برید له عاملینو سره جدي چلند وشي او د دغو بریدونو مرسته کوونکي هېوادونه، د نړیوالو میکانیزمونو له مخې حساب ورکوونکي شي.

د کمېسیون رییس وویل چې د قربانیانو کورنیو دردونه د سولې د خبرو محور وي او د سولې هرډول خبرې د دغو دردونو د لرې کولو لامل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بېلابېلو لارو چارو له مخې هڅه کړې څو د غبرګولې د ۱۳ ترهګریزې پېښې د قربانیانو له پاتې کسانو سره مادي او معنوي مرستې وکړي. له دې وړاندې جمهوري ریاست او کمېسیون په مستقیم ډول د قربانیانو له کورنیو سره مالي مرسته وکړه.