معلول کارکوونکي له خپلو ستونزو، موخو او هیلو وايي

یوازینۍ موخه مې د لویې څارنوالۍ عالي شورا ته رسېدل دي

په دوه کلنۍ کې یې دواړه پښې د پولیو ناروغۍ له امله فلج کېږي، خو د ژوند دوام ته یې هیله هېڅکله هم نه بندېږي. مشتري دانش چې د حقوقو په څانګه کې ماستري کوي، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د معلولیت لرونکو اشخاصو د کړنلارې مطابق په یوې معتبره دولتي ادارې کې ګومارل شوې او په بریالۍ توګه دنده ترسره کوي.

اغلې دانش دلویه څارنوالۍ په اداره کې د یو شمېر معلولیت لرونکو اشخاصو د جذب لپاره د مشخصې ونډې ورکولو له امله، له دغې ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ستاینه کوي، وايي چې معلولیت ضعف او ناتواني نه ده او که چېرې معلولیت لرونکو اشخاصو ته چې د ټولنې لویه برخه جوړوي، د کار او فعالیت زمینه برابره شي، دوی به هم ډېر پرمختګ وکړي.

مشتري دانش زیاتوي: «په لومړیو کې چې کله نوې مقرره شوې وم، ډیری همکارانو او مراجعینو په وړتیا او تخصص مې باور نه درلود او فکر یې کاوه چې مقرري مې د زړه سوي له امله ده، خو کله چې دغې موضوع ته متوجه شوم، له اغیزمن کار او فعالیت سره مې دغه ذهنیت کې بدلون راوست او د يوې بریالۍ کارمندې په توګه مې خپل ځایګی ثابت کړ.»

اغلې دانش چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي مخنیوي ریاست کې د مسلکي څارنوالې په توګه کار کوي، له تخصص او پر نفس باندې لوړ باور سره یې چې لري، په اوسني بست او ځایګي یې اکتفا نه ده کړې  او لوړې موخې څاري. هغه وايي چې یوازینۍ موخه یې د لویه څارنوالۍ عالي شورا ته رسېدل دي او هڅه کوي ډېر ژر وکړای شی د دغې شورا غړیتوب ( چې د لویه څارنوالۍ د پرېکړې نیولو لویه مرجع ده) ترلاسه کړي.

نوموړې د دغې پوښتنې په ځواب کې چې په اداره کې له کومو ستونزو سره مخ شوې؟ اوسیلی باسي او وروسته په موسکۍ سره ممکنه واقعبینانه ځواب وايي:« د معلولیت لرونکي فرد د ژوند هره لحظه له ستونزو ډکه ده، خو دا مې منلې چې باید مقاوم اوسم او له ستونزو سره مبارزه وکړم.»

اغلې دانش د لویه څارنوالۍ په اداره کې د لفت نشتوالی لویه ستونزه په ګوته کوي او وايي چې د کارونو مخ ته وړولو او لوړ پوړ ته د تلو راتلو پرمهال له زیاتو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې د معلولیت لرونکو افرادو پروړاندې له زیاتو ستونزو ډېر څه نه وايي او مثبت انګیري او دغه انګېرنه یې د بریالیتوب او پرمختګ لامل شوې. اغلې دانش نه یوازې له مالي پلوه چا سره تړاو نه لري، بلکې د کورنۍ د لګښت یوه برخه هم پرې کوي او د یوې خور تحصیلي لګښت چې خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي هم پرغاړه لري.

مشتري دانش په ۲۳ کلنۍ کې د جسمي معلولیت سربېره، خپله لومړنۍ کاري تجربه په یوه دولتي ښوونځي کې له تدریس څخه پیل کړه او وروسته د څارنوالۍ له مسلک سره د لېوالتیا او هڅې له امله، د قانون مطابق معلولیت لرونکو اشخاصو ته د څانګړې شوې درې سلنې ونډې له مخې یې د لویه څارنوالۍ ادارې ته لار موندلې ده.

خاطره له مالي پلوه دکورنۍ ملاتړ کوي

خاطره صافۍ هم په دواړو پښو معلوله ده چې په سختۍ سره قالب او لکنړې باندې ځي.خو دغه محدودیت يې هېڅکله د پرمختګ پروړاندې نه دی خنډ شوی. نوموړې د حقوقو له څانګې له فراغت وروسته، اوس د لویه څارنوالۍ یوه کارکوونکې ده چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي مخنیوي ابتداییه څارنوالې په توګه دنده ترسره کوي.

خاطره څلورم ټولګي کې وه چې د سختې تبې له امله پر دغې ستونزې اخته شوې. نوموړې هم معلولیت ضعف او ناتواني نه بولي او وايي چې معلولیت خنډ او محدودیت نه بلکې ژوند کې یې د پرمختګ لامل شوی. اغلې خاطره زیاتوي: «زموږ کورنۍ کې نجونې د تحصیل او له کور بهر کارکولو اجازه نه لري، خو معلولیت یې د دې لامل شوی چې ماته اجازه ورکړي درس ووايم او دنده ترسره کړم.»

خو له یوې معلولې ښځې سره د مراجعینو او همکارانو چلند یې څنګه دی  چې دنده ترسره کوي او تر کومه کچه یې له جسمي شرایطو سره مناسب دی، دغه پوښتنې او اندونه له څارنوالې صافۍ سره شریک کېږي. نوموړې په متانت سره وايي چې په اړه یې مثبت او منفي فکرونه شته، خو د مثبتو نظرونو هرکلی کوي او منفي نظرونه بابېځه ګڼي.

خاطره د قانون مطابق معلولیت لرونکو اشخاصو ته د څانګړې شوې درې سلنې ونډې له مخې ګومارل شوې. هغه اوس د لویه څارنوالۍ په اداره کې له بریالیو کارکوونکو شمېرل کېږي. بل پلو، هغه نه یوازې دا چې د نورو د ژوندانه پېټی نه ده، بلکې له مالي پلوه د کورنۍ ملاتړ هم کوي.

خاطره هوډ لري چې په حقوقو کې ماسټري وکړي څو په وینا یې ډېر پرمختګ وکړي.

خوښېږي مې کار وکړم

احمد الله راشد کله چې لومړي ټولګي کې وو، ماین چاودنې له امله یې ښی لاس او د کیڼ لاس ګوته یې له لاسه ورکړل. له دغې پېښې وروسته، د راشد اشنایان، دوستان او حتی استادان پردې باور وو چې نوموړی د معلولیت له امله نشي کولای ښوونځي کې شامل شي او زده کړو ته دوام ورکړي. د راشد پلار نه نهیلی کېږي او بیا یې په ښوونځي کې شاملوي. ښاغلی راشد د لېسانس ترکچې زده کړو ته دوام ورکوي.

راشد اوس د لویه څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو په ریاست کې د مسلکي څارنوالي په توګه کارکوي. په خوږه لهجه یې چې لري وايي  معلولیت یې هېڅ وخت د ضعف او ناتوانۍ لامل شوی نه دی، بلکې په یو ډول یې ژوند کې د پرمختګ عامل ؤ. نوموړی زیاتوي چې موخو او هیلو ته یې د رسېدو لپاره ډېرې هڅې کړې او هېڅکله یې ستونزې او ناخوالې د بریاوو او پرمخګتونو پروړاندې خنډ کېدو ته نه دي پرې ايښي.

راشد وايي: «خوښيږي مې کار وکړم  او په هر پست او ځایګي کې خلکو ته خدمت وکړم.»

بیکاري، د معلولیت لرونکو افرادو لویه ستونزه

یو له هغو کسانو چې له زېږېدو سره په ښۍ سترګه معلول دی هم له زیاتو هڅو او کار وروسته، د حقوقو له څانګې فارغ شوی او توانېدلی چې د ۱۷۰ برخوالو له ډلې د لویه څارنوالۍ په مهم بست کې مقرر شي. نوموړی چې د امنیتي ګواښونو له امله غواړي نوم یې وانخیستل شي وايي چې معلولیت ورته ضعف او ناتواني نه ده او تل یې معلولیت ته په نه پاملرنې سره، د ژوند د دوام هڅه کړې.

نوموړی د دې په خوا کې د لویه څارنوالۍ له ادارې څخه د معلولیت لرونکو اشخاصو جذب لپاره د مشخصې ونډې له امله ستاینه کوي، زیاتوي چې دغې ادارې د زیات شمېر معلولیت لرونکو اشخاصو په ګومارنې سره انساني مسؤولیت په ډېره ښه توګه ترسره کړی. نوموړی له نورو ادارو هم غواړي څو دغه پاړکي ته د مشخصې ونډې په بېلولو سره، د دوی یو شمېر جذب او وګوماري.

نوموړی د دغه پاړکي یوه مهمه ستونزه په دولتي دندو کې نه ګومارل په ګوته کوي او زیاتوي:«له زیاتو هڅو وروسته او د تحصیل دوام کې د سختو ستونزو له زغملو سره، زیات شمېر دولتي ارګانونه په خپلو دندو کې معلولیت لرونکو افرادو د جذب او ګومارنې په برخه کې حاضر نه دي او بیکاري د ټولنې د دغه پاړکي لویه ستونزه ده.»

په ملکي خدمتونو کې د معلولیت لرونکو افرادو ونډه زیاتېږي

عبدالحبیب صافي هم بیکاري د معلولیت لرونکو اشخاصو اصلي ستونزه بولي او وايي چې د جګړې او نا امنۍ له امله هر کال د معلولیت لرونکو شمېر زیاتېږي او بیکاري یوه هغه ننګونه ده چې دغه پاړکی د له بل هرڅه ډېر ځوروي.

ښاغلی صافي چې په درې کلنۍ کې د پولیو ناروغۍ له امله په کیڼه پښه معلول دی، حقوقو کې یې زده کړې کړې دي او د قانون مطابق معلولیت لرونکو اشخاصو ته د څانګړې شوې درې سلنې ونډې له مخې، د ازادې سیالۍ له لارې د لویه څارنوالۍ لوېدیځ زون ریاست کې د مسلکي څارنوال په توګه کامیاب شوی. نوموړی له دې امله چې د قانوني ملاتړ مطابق د لویه څارنوالۍ په اداره کې ګومارل شوی ډېر خوشحال دی او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې معلولیت لرونکو اشخاصو ګومارنې لپاره ډېره فیصدي ورکړي.

لویه څارنوالۍ د معلولیت لرونکو اشخاصو ګومارنې کړنلارې له مخې، اویا تنه معلولیت لرونکي افراد ګومارلي چې شپېته نارینه او لس ښځې دي. هغه شمېرې چې د لویه څارنوالۍ ادارې وړاندې کړې د اویا تنو له جملې، څلوېښت تنه په مرکز او دېرش نور یې ولایتونو کې جذب شوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون د دوه ویشتمې مادې مطابق، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د معلولیت لرونکو اشخاصو د ګومارنې کړنلاره تنظیم کړې چې له مخې یې هره ګومارونکې اداره مکلف ده د خپلو بستونو درې سلنه معلولیت لرونکو اشخاصو ګومارلو لپاره ځانګړي کړي.

دغه راز د دغې کړنلارې له مخې، که چېرې ګومارنې لپاره سیالي د معلولیت لرونکو اشخاصو او غیر معلولو ترمنځ وي، د ازموینو کمېټه مکلف ده څو په درېیمو او څلورمو بستونو کې په شرایطو برابر معلولینو ته پېنځه امتیازي نمرې او لومړیو او دویمو بستونو کې درې امتیازي په پام کې ونیسي.