میدان وردګو ولایت کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست

میدان وردګو ولایت کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست

د ملکي خدمتونو تعییناتو بورډ د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت یو دویمه رتبه بست د وړ کارکوونکو ګومارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د(www.iarcsc.com )لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی

 

شمېره د بست عنوان د بست کود
۱ میدان وردګو ولایت کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست ۰۷۷۱

د بست مشخصات:

د بست عنوان:                میدان وردګو ولایت کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست

بســــت:                      دویم

بستونو شمېر                       (۱)

وزارت/اداره:             کلیو پراختیا او بیا رغاونې  وزارت

اړوند برخه:              مالي او اداري معینیت

موقعیــت:                    اړوند ولایت

راپور ورکول:                  مالی و اداري معین

راپور اخیستل:              ( تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د خپرېدو پيل او پای نېټه:    ۲۸/۰۲/۱۴۰۰ الی ۰۸/۰۳/۱۴۰۰

د دندې موخه: سازماندهي، مدیریت او د وزارت ماموریت او لید لوري لپاره له ستراتيژۍ او موخې سره سم د ټولو فعالیتونو کنټرول.

…………………………………………………………………………………………

صلاحیت او د دندې مسؤولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

۱. د وزارت له پراختیايي او ستراتيژيک پلان سره په مطابقت کې د کلیو په کچه د پراختیايي پروژو پلانونو جوړول او د وزارت مقام ته یې وړاندې کول.

۲. د اړوند ولایت په کچه د پراختیايي خدمتونو وړاندې کولو په اړه د اړونده لاس نیوونکو، تمویلونکو او مؤسسو د مالي او تخنیکي همکاریو جلبلول.

۳.د ولایت په کچه د مالي حسابونو پیاوړتیا او سرچینو د موندلو لپاره د تمویلوونکو مؤسساتو او دولتي ادارو سره د همغږۍ میکانیزم جوړول.

۴. د ولایت په کچه د کرنې کلستر او پراختیا د ټولو پلانونو له تطبیق څخه نظارت او مدیریت.

۵. د اړوند ولایت د اړتیاوو مطابق د وزارت د ستراتيژیک پلان جوړولو لپاره د وړاندیز او مشورو وړاندې کول.

۶. د اړونده ولایت په کچه د وزارت اړوندو بنسټیزو پروژو د تطبیق له کیفیت څخه څارنه.

۷. د کلیو په کچه د شته ستونزو او ننګونو د لرې کولو لپاره د مناسبو طرحو وړاندې کول.

۸. د اړوند ولایت په کچه بیړنیو حالاتو کې د پېښو پروړاندې مبارزې کمېټې معاونیت.

۹. د وزارت فعالیتونو په چوکاټ کې د اړونده ولایت پراختیايي دیتابیس له نوي کولو د ډاډ ترلاسه کول او اړوند ولایت پراختیايي پروفایل پراختیا.

د بست مدیریتي او اجراییوي دندې:

۱۰. د موخو عملي کولو لپاره له عمومي پلان سره مطابقت کې د اړوند برخې میاشتني، ربعوار او کلني پلان جوړول.

۱۱. د ولایت کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریاست برخې کاري پلان له مخې، د بودیجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندیز.

۱۲. اثر لاندې کارکوونکو مدیریت او د ادارې تنظیم.

۱۳. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان ملي پراختیا او سولې ستراتيژۍ پروګرامونو او اداري فساد پروړاندې مبارزې ملي ستراتيژۍ د موخو عملي کول.

۱۴. معلوماتو ته د لاسي قانون موخو او اړونده ادارې پالیسۍ په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو،مدني ټولنې، رسنیو  او خلکو ته په موقع  د معلوماتو وړاندې کول او رهبري.

۱۵.په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو قانون، د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت قانون او د سلوک ډول مقررې له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کول او رعایت.

۱۶. اثر لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او کار پرمهال روزنو له لارې د مسلکي مهارتونو لېږد.

۱۷. د اثر لاندې کارکوونکو د اجرااتو ارزونه د فعالیتونو، کړنو او موثریت زیاتوالي، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او ظرفیت لوړول.

۱۸. عمومي پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول.

۱۹. د اړوند ادارې له قوانینو، مقرراتو سره د ذیصلاح چارواکو لخوا د سپارل شویو دندو ترسره کول.

د بست همغږۍ دندې:

۲۰. د ولایت په کچه د پراختیايي چارو اسانه کولو لپاره، له دولتي او نادولتي ادارو، ولایت مقام، پروګرامونو، مرکزي ریاستونو او د وزارت له چارواکو سره د اړیکو ټینګول او همغږي کول.

۲۱. د ولایت پراختیايي پروګرامونو لپاره د همکاریو جلبولو لپاره له ډونرانو او د سکټوري خدمتونو نورو وړاندې کوونکو سره د اړیکو ټینګول.

———————————————————————————————————————————————-

د ګومارنې شرایط ( تحصیلي کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۸،۷ او ۳۴ موادو اولاندې شرایطو او معیارونو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.

تحصیلي رشته: لږ تر لږه د انجنیرۍ، اقتصاد، کرنې، ادارې او سوداګرۍ او یا د دندې اړوند په هېواد کې د ننه له ملي او نړیوالو مؤسسو څخه د لیسانس سند ولري او لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:(د پراختیايي پروژو تطبیق او څارنه کې د مشابه مدیریتي او یا تخصصي او یا د دغه بست وظیفوي مسؤولیتونو او  موخو مندرج نور موارد) مرتبط په یوه څانګه کې په هېواد کې د ننه یا بهر له ملي او نړیوالو مؤسسو څخه.

الف) مدیریتي او تخصصي، لېسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یو کال؛

(په یوه مدیریتي او یا تخصصي برخه کې له یو کال کمې تجربې لرونکي بست لپاره په شرایطو برابر نه کېږي. )

ب) مدیریتي یا تخصصي په یادو یوې برخې کې پېنځه کاله.

لازمې وړتیاوې:

په یوې رسمي ژبې (پښتوـ دري) تسلط او له انګلیسي سره بلدتیا( خبرې او لیکل)؛

دندې مرتبط کمپيوټري پروګرامونو کې وړتیاوې؛

د رهبرۍ، ارتباطاتو او پرېکړې نیولو کې لازمې وړتیاوې.

 نوټ:  په پورته شرایطو برابر معلولیت لرونکي افراد کولای شي د دغه بست ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي؛

تشویقي موارد:

د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.

ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.