نادري: دافغانستان سازماني فرهنګ، د بېلابیلو تاریخي دلایلو له امله، ښاروند محوره او نتیجه محوره نه وو

د سازماني فرهنګ څخه د اوښتو مقدماتي پروګرام، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مشر احمد نادر نادري په وینا پيل شو. چې د سازماني فرهنګ د اړخونو په اړه د ادارو د مرستیالانو ، د بشري سرچینو د رییسانو، د مدني ټولنو د استازو او اکادمیکو کسانو په ګډون ګردی میز جوړ شو.

د سازماني فرهنګ څخه د اوښتو پروګرامونو موخه، د سازماني فرهنګ د ونډې په اړه د پوهاوي پراختیا، د ادارې له کړنې سره یې تړاو  او د هم سازماني فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې د ملکي خدمتونو له ادارو سره همکاري ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون به په ګډه له دولتي اداروسره کار وکړي، څو په بېلابېلو برخو کې د سازماني فرهنګ  د عملي کولو پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول شي.

د سازماني فرهنګ څخه د اوښتو پروګرامونه کولی شي د عامه خدمتونو ښاروند محوره، با اعتباره او ځواب ویوونکې ادارې د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري د سازماني فرهنګ د اوښتو په مقدماتي پروګرام کې وویل چې د افغانستان د ادارو د ننه چاپېریال کې غیرمسؤولانه چلند له ښاروند محورۍ څخه پرته ودې لپاره زمینه برابره کړې او دا یې په یوه فرهنګ بدله کړې.

ښاغلي نادري وویل: «زموږ ادارې اوږدمهال لپاره ښاروند محوره او نتیجه محوره ادارې نه وې، نوښت او خلاقیت یې نه درلود.ډېر وخت کېږي چې زموږ ادارې صلاحیت غواړي، خو مسوولیت نه اخلي، څو خپل اجراات په موقع او لازم کیفیت سره ترسره کړي. همدې لپاره ده چې موږ نشو کولی د پراختیايي ستراتيژۍ موخې ترلاسه کړو.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس ټینګار وکړ چې د سازماني فرهنګ د ښه والي لپاره باید  له حکومت څخه بهر، د مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو ، رسنیو، خصوصي برخې او خلکو لخوا د اصلاحاتو ملاتړ وشي.

ښاغلي نادري زیاته کړه چې اصلاحات محض یوه فني پروسه نه ده او لازمې سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د رییس په وینا، په ادارو کې د سازماني فرهنګ بدلون، د دې سربېره چې د عامه خدمتونو له ښه والي سره مرسته کوي، کولی شي له ادارې څخه بهر چلند او فرهنګ کې هم بدلون راولي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر میوند رهیاب وویل چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په ادارو کې د سازماني فرهنګ اوښتو پروګرام، په تدریجي ډول د بدلون بهیر رامنځ ته کولو په موخه طرحه شوی، څو په پایله کې د افغانستان ملکي ادارې د حکم رانۍ له فرهنګ څخه خدمت کوونکي فرهنګ ته واوړي.

د سازماني فرهنګ د بېلابېلو اړخونو په اړه بحث کې، د ښځو چارو وزارت مرستیالې نبیلا مصلح، د پوهنتون استاد عمر شریفي او د مدني ټولنې غړي عبدالله احمدي  په اداري پستونو کې د ښځو د جذب په اړه د سازماني فرهنګ د اغېز، په نورو هېوادونو کې د بدلون او د سازماني فرهنګ اغېز منتیا او د افغانستان په عامه ادارو کې د خلکو د خوښۍ د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.