نادري: هغه ادارې چې ښځو ته سالم کاري چاپېریال جوړي ستایل کېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون هغه ادارې چې ښځو لپاره د سالم کاري چاپېریال، د ښځو مشارکت زیاتوالي اداري کړنلارې د تطبیق او ازار او اذیت د مخنیوي په برخه کې هڅې کوي، ستایل کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو حقونو ملاتړ واحدونو استازو په شتون کې د ښځو پروړاندې تاو تریخوالي مخنیوي شپاړس ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ وویل چې راتلونکي کال کې به له دولتي ادارو څخه د کمېسیون څارنه د شمېرو له مخې وي، څو ادارې ډېرې حساب ورکوونکې شي او روښانه شي چې ښځو لپاره د سالم چاپېریال رامنځ ته کولو او د ازار او اذیت د مخنیوي په برخه کې  کوم ګامونه اخیستل شوي.

ښاغلي نادري وویل: «هیله من یم راتلونکي کال کې کمېسیون وکړای شي هغه ادارې چې ښځو لپاره یې د غوره کاري شرایطو برابرولو او د کړنلارې تطبیق په برخه کې هڅې کړې، وستايي.»

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه: «ترهغې چې د بدو ښکارندو لکه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرې په یوه عمومي بحث بدلې نشي او زموږ د سیستمونو او جوړښتونو برخې نشي، هغه موخې چې موږ یې څارو ، یوازې د یوې غونډې په جوړولو نه ترلاسه کېږي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ښځو ملاتړ ریاست واکیالې فریده دروېش وویل چې په ملکي خدمتونو کې ښځو لپاره د خوندي کاري فضا رامنځ ته کول، په ملکي خدمتونو کې د ښځو مشارکت زیاتوالي پالیسي یوه برخه ده چې د دغې کړنلارې عملي کېدل، ښځې د کاري چاپېریال له څرنګوالي ډاډمنوي او په دولتي ادارو کې د دغې پالیسي د تطبیق څارنه د کمېسیون له مسؤولیتونو بلل کېږي.

نوموړې دغه راز، ښځو لپاره د خوندي چاپېریال په برخه کې د ملکي خدمتونو د ۴۵ ادارو د کړنو راپور وړاندې کړ.

نوموړې د کلیو پراختیا، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو،بهرنیو چارو، مخابراتو ، کرنې، عدلېې، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، اقتصاد وزارتونه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، لوی څارنوالي، د علومو اکاډمۍ او د مشرانو جرګې دارالانشاء هغه ادارې یادې کړې چې ښځو لپاره یې د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې ډېره پاملرنه کړې.

په همدې حال کې په کار ځای کې د ښځو د ازار او اذیت د شکایتونو څېړلو کړنلاره، پرون د کمېسیون د رییس احمد نادر نادري لخوا اجرايي شوه.

دغه کړنلاره، د ښځو د ازار او اذیت د مخنیوي او له شاکي او زیانمنو ښځو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې چې له مخې یې د ښځو د ازار او اذیت، تبعیض امیزه او غیر عادلانه چلند په اړه شکایتونو ته د یوې صلاحیت لرونکې کمېټې لخوا څېړل کېږي.

دغه کړنلاره په لومړي قدم کې په کمېسیون کې تطبیق کېږي او وروسته له یوې ارزونې وروسته، د یوې پالیسي په توګه په ټولو ادارو کې تطبیق شي.