هرات ولایت کې د ملکي خدمتونو ۳۷ بستونو د ګومارنې ازموینه تر سره شوه

په هرات ولایت کې د ملکي خدمتونو ګومارنې لپاره د منځنۍ او وردوي کچې لسو بستونو او  ۲۷ (حرفوي او غیرحرفوي) ۷ او ۸ بستونو ازموینه ترسره شوه.

د کلیو پراختیا، کار او ټولنیزو چارو، ترانسپورت وزارتونو، د اوبو تنظیم چارو ادارې او اوسپنې پټلۍ ادارې د منځنۍ او ورودي کچې بستونو ترلاسه کولو لپاره، ۲۹۰ تنو داوطلبانو (۲۲۵ نارینه او ۶۵ ښځو) سیالۍ وکړې.

دغه راز، ۱۷۴ تنو داوطلبانو (۱۲۸ نارینه او ۴۶ ښځینه) د پوهنې، ټولګټو، کورنیو چارو او ترانسپورت وزارتونو ۲۷ (حرفوي او غیرحرفوي) ۷ او ۸ بستونو ترلاسه کولو د ګومارنې په ازموینه کې ګډون وکړ.

د یادونې وړ ده چې په ټولیز ډول دغو بستونو لپاره ۵۵۳ تنه نارینه وو او ۲۲۷ ښځینه وو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو چې له ارزونې وروسته په شرایطو برابر، ۳۲۵ تنه نارینه وو او ۱۱۱ ښځو ازموینو ته لار ومونده.