هلمند ولایت کې د ګومارنې لومړنۍ کمپیوټري ازموینه واخیستل شوه

د کمپيوټري ازموینو لسم مرکز په هلمند ولایت کې د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د  «عبدالرووف بینوا کمپیوټري ازموینو مرکز» تر عنوان لاندې پرانیستل شو.

د دغه مرکز په پرانیستو سره، په شرایطو برابر ۳۰ تنو د اوبو تنظیم چارو ملي ادارې ورودي کچې دوه بستونو لپاره سیالۍ وکړې.

په هلمند ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مسؤولین وايي چې د دغه مرکز جوړول د ګومارنې سیالیو د شفافیت او معیاري کېدو په برخه کې مرسته کوي.