ویدیو ادیتور او گرافیک دیزاینر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ ویدیو ادیتور او گرافیک دیزاینر HR-064

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                  ویدیو ادیتور او گرافیک دیزاینر

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د عامه اړیکو او ویاند، اطلاعاتو ریاست

راپور ورکول  :                     د تولید آمر

راپور اخیستل:                    نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۵/۰۲/۱۴۰۰ الی ۱۳/۰۲/۱۴۰۰

 

د دندې موخه : د کمیسون مطبوعاتي انځورونو، اډیو ، ویډیو، او چاپ شویو موادو طراحي کول، ایډیټول، او ډیزاینول.

……………………………………………………………………………………………………………

د دندې واکونه او مسولیتونه :

تخصصي دندې:

  1. ټولنیرو پاڼو ته د غږیزو، انځوریزو او چاپي موادو لپاره، په نوښتونو او جلا ډول سره د ډیزاینونو طراحي کول.
  2. د انیمیشننونو جوړولو او ډیزاینولو، طراحي کول.
  3. تبلیغاتي برخو لپاره د پوسټرونو، بنرونو، او انفوګرافیکونو ډیزاین او طراحي کول.
  4. د D2 3 Dپرمختللي سیستم او نورو اړوندو پروګرامونو په کارولو سره د کمیسون اړونده رادیوي، تلویزوني برناموو اډیت کول.
  5. ټولنیزو شبکو ته د لنډو ويډیو ګانو طرح کول او جوړول.
  6. د کمیسون مطبوعاتي برخو کې د تازه کارونو لپاره د نوي فکر او طرحې رامنځته کول.

مدیریتي دندې:

  1. د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره، د آمریت پلان سره سم، میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  3. د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله واک لرونکو مقاماتو او مستقیم آمر ته د خبرتیا ورکولو په موخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول.
  4. د ادارې موخو، مقرراتو او قوانینو سره سم د ټولو هغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو آمرینو له خوا سپارل کېږي

د همغږۍ دندې:

  1. د محوله چارو مخکې وړلو لپاره ټولو څانګو سره د اړیکو او همغږیو تامینول.
  2. د ادارې غوښتل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره، له ادارې بهر رسنیو سره د اړیکو او همغږیو رامنځتهړکول.

—————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  1. د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري:ژورنالیزم، ګرافیک ډیزاینر، ښکلي هنرونه (هنر های زیبا) کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژي، راډیو ټلویزون او اطلاعات، اود هیواد دننه یا بهرملي اونړیوالو زده کړیزو موسسو څخه په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. کاري تجربه: د هیواد دننه یا بهر ملي او نړیوالو موسسو څخه د دندې اړوند لږ تر لږه د دوه کاله کاري تجربه درلودل.
  3. اړین مهارتونه: د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا او همدارنګه د آفیس، فوټوشاپ، کورل ډرا، D2 ، ۳D، Adobe Premiere pro، In design، Illustrator کمپیوټري پروګرامونو او د چاپي رسنیو ډیزاین او ګرافیک اړوندو پروګرامونو په برخه کې مهارت درلودل.
  4. یادونه:په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي.

هڅونې :

الف. امتیازي (پنځه) نمرې معلول نوماندانو ته د دریم او څلوم بستونو لپاره، د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي

ب. (پنځه) امتیازي نمرې د ښخینه نوماندانو لپاره د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود