پاکستان کویټه، او ترکمنستان ماري کې د ادرې او کمېشن اخیستلو مېشت مامور

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د ټرانسپورت وزارت شپږمه رتبه ( ۲ بستونه ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شمېره    د بست سرلیک                د بست د کوډ شمېره
۱ پاکستان کویټه کې د کمیشن اخیستلو او اداري میشت مامور ۰۰۲۷
۲ ترکمنستان ماري کې د کمیشن اخیستلو او اداري میشت مامور ۰۰۲۸

 

 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:                پاکستان کویټه، او ترکمنستان ماري کې د ادرې او کمېشن اخیستلو مېشت مامور

بســــت:                            ششم

د بست شمېر:                 (۲)

د بست ځای:                      پاکستان و ترکمنستان

وزارت/اداره:                  وزارت ترانسپورت

اړونده څانګه:                   اداره ترانسپورت جاده

راپور ورکول :                  مدیر ترانسپورتی افغانی مقیم کشور مربوطه

راپور اخیستل:                   ندارد

د خبرتیا دپیل او پای نېټه:      ۳۰/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۷/۱۱/۱۳۹۸

 

د دندې موخه:

د قانون او مقرراتو سره سم، ترانسپورتي وسایطو څخه د کمېشن تر لاسه کول. او د اړوند مدیریت، اداري چارو مخته وړل.

 

د دندې واکونه او مسولیتونه:

  1. د وزارت استراتېژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتنني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. قانون سره سم، ترانسپورتي وسایطو څخه د توکو لېږدولو کمېشن تر لاسه کول.
  3. اړوندو مراجعو ته د راپورنو وړاندې کولو په موخه، د کمېشن اخیستلو جدول ترتیبول او د کمیېشن په دفتر کې یې ثبتول.
  4. اړتیا وړ سندونو ته د آسانه لاس رسۍ لپاره، د کمېشن ثبتولو دفترونو کې د دوسیه کولو سیستم تنظیمول.
  5. اړونده مدیریت ته د ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کولو له درکه، په ورځینی توګه حاصله عوایدو څخه د تر لاسه شویو راپورنو وړاندې کول.
  6. د اجرا شوي ثبت کتاب ( د کمېشن کندو) څخه ساتل او یو څل بیا یې مرکز ته تحویلول.
  7. د لېږد رالېږد ( صادره – وارده ) مکتوبونو او کارکوونکو حاضرۍ، په شمول د اداري چارو مخته وړل او په اړونده دوسیوکې د سندونوتنظیمول او ساتل.
  8. د اړونده لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه، واک لرونکي آمر ته د دري میاشتني، کلني او د اړتیا وخت راپورنو وړاندې کول.
  9. د اړوند وزارت موخو، قوانیو، مقرراتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترلاسه کول چې، د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

 

د زده کړې کچه: لږ تر لږه په یادو برخو کې د لیسانس ترکچې د زده کړې اسناد ولري، ( نړیوالې اړېکې، اقتصاد، حقوق، لوی مدیریت، اداره او تجارت، د ټرانسپورت انجینري، عامه اداره، عامه پالیسي، مالي مدیریت او حسابي، په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 

  1. اړونده کاري مخینه (تجربه) لږترلږه دوه کاله
  2. دهیواد په یوې رسمي ژبې برلاسۍ ( پښتو یا دري) انګلیسي، او همدارنګه د کوربه هیواد رسمي سره بلدتیا.
  3. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود