په اتو نورو ولایتونو کې د ښوونکو بستونو لپاره ګومارنې

په پروان، هرات، غزني، نورستان، نیمروز، بادغیس، میدان وردګ او فاریاب ولایتونو کې د ښوونکو بستونو د ډله ییزې ازموینې بې پایلې دواطلبان هم وټاکل شول،دغو بستونو ته د اړوند بست په ځانګړي کوډ رشته کې د لوړونمرو، اړتیا وړ تحصیلي رشتې اوجندر په پام کې نیولو سره تطبیق شول. له دې وړاندې هم په شلو ولایتونو کې د ښوونکو بستونو د ګومارنې د تطبیق پایلې اعلان شوې وې.
داوطلبان کولی شي د لیدلو لپاره یې دغه لینک ته مراجعه وکړي:
http://iarcsc.com/teachers/result
هغه داوطلبان چې دغوولایتونوکې بریالي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.
نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.
نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.
پاتې ولایتونو کې د ښوونکو د بستونو ګومارنې په نږدې راتلونکې کې عملي کېږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته. د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځمو او شپږمو بستونوته بریالي شول. خو د دغه شمېر نوماندانو له ګومارنې او جذب وروسته، په پوهنې وزارت کې د ښوونکو ۱۱۴۹۱ او د ملکي خدمتونو په ادارو کې زرګونه نور پنځم او شپږم بستونه په نښه شول. دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې کې شامل نه وو او یاهم د کال په ترڅ کې خالي شول.
د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کوډ نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره ډک کړي. له دې امله، داوطلبان د الکترونیک سیستمونو او وسایلو په مرسته، له انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې ګومارل کېږي.