په اداره کې د ظرفیت د رامنځ ته کولو او ساتنې په موخه، « تغییر» د سي بي ار ځای نیسي

کابل: د ۱۳۹۷ کال لیندۍ ۱۲ــ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (سي بي ار) له پای ته رسولو سره، د عامه خدمتونو په اداره کې د ظرفیت د رامنځ ته کولو او ساتنې په موخه، د تغییر پروګرام پيلوي. د تغییر د درې کلن پروګرام لګښت د افغانستان د بیارغاونې وجهي صندوق له خوا ورکول کېږي.

ټاکل شوې چې د روانې زیږدې میاشتې ترپایله، پایلو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرام (سي بي ار) پای ته ورسيږي. دغه پروګرام په ۲۰۱۲کال کې پيل شو چې له مخې یې د ۲۰۱۷ کال ترپایه ۱۵۰۰ تنو کولای شول چې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې مقرر شي، خو تر ۲۰۱۶کال پورې ۱۶۰ تنه وتوانېدل چې د دغه پروګرام له لارې د ملکي خدمتونو په ادارو کې جذب شي او په دې توګه، ۷۵ سلنه بودیجه یې د دولت نورو پراختیايي پروژوته ولېږدول شوه. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره د سي بي ار یوځای کېدو سره، د کمېسیون نوې مشرتابه وتوانېده چې د د غه پروګرام لپاره د ګومارنې کچه بشپړه کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي: « د ادارو د ظرفیت د لوړو لو او ساتنې او دغه راز ، د لازمو وړتیاوو له مخې کلیدي بستونو لپاره د کارکوونکو د ګومارنې او په ښه توګه د بشري سرچینو لپاره د پروګرام جوړونې په موخه، د سي بي ار پروسه خپل ځای د تغییر پروسې ته پریږدي.»

د بودجوي محدودیت له امله، له تمویلونکوسره له خبرو او د کابینې له پریکړې وروسته، پریکړه وشوه څو تغییر لپاره محدوده تخصیص شوې بودیجه په شپاړسو وزارتونو او کلیدي او عایداتي ادارو باندې متمرکزه شي. د ملکي خدمتونو هغه شمېر کارکوونکي چې له دې وړاندې د سي بي ار پروګرام له لارې ګومارل شوي وو او د تغییر پروګرام کې شامل نه دي، د ظرفیت ساتنې لپاره یې تنخوا ګانې له پروژو څخه د وزارتونو او ادارو رسمي بودیجې ته لېږدول کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون به هرکال دوه ځلې د تغییر پروګرام له لارې ګومارل شوي کارکوونکي و ارزوي. د دغو ژمنو په برخه کې ناغېړي به د دغه پروګرام له لارې د یوې ادارې یا وزارت د کارکوونکو د تخصیص د سلنې د کموالي او یاهم د ادارې یا وزارت د موجوده بستونو د تمویل د سلنې لامل شي. په دې توګه، که چېرې یو وزارت یا اداره د مهال وېش له مخې، د ظرفیت جوړونې په موخه، د کارکوونکو د ستراتيژیکې ګومارنې تایید وړ پروګرام جوړ نشي کړای، هغه وزارت یا اداره به د مخکې تخصیص شویو بستونو سلنه، تر ۱۰ سلنې پورې له لاسه ورکړي.  په دې توګه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون به د پروګرام له وړاندې کولو مخکې میکانیزم طرح کړي.

د تغییر په پروګرام کې، په ټولو وزارتونو او ادارو کې د نویو ګومارنو په برخه کې ښځو لپاره به د ګومارنې په موخه د ۱۰ سلنه ونډې سره،( د ملکي خدمتونو د تعدیل شوي قانون په مرسته) حل لارې او نوښتې کړنلارې له اجرايي لومړیتوبونو څخه وي. موخه دا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې ۱۰ سلنه یا ۱۵۰ بستونه، چې د دغه نوي پروګرام له لارې ګومارل یا ساتل کېږي، د ښځو لخوا ډ ک شي. بل پلو، هغه شمېر بستونه چې له دې وړاندې د سي بي ار پروګرام له لارې، د ښځو لخوا ډ ک شوي وو، په تغییر پروګرام کې به وساتل شي.