په بلخ ولایت کې د عدلیې وزارت درې بستونو لپاره کمپيوټري ازموینه واخیستل شوه

د بلخ ولایت شورتپه، چمتال او خلم ولسوالیو د حقوقو مدیریت غړیتوب درې بستونو لپاره ۳۰ داوطلبانو، د دغه ولایت د کمپیوټري ازموینو په مرکز کې په تحریري ازموینه کې ګډون وکړ.

د درې ښځو په ګډون ۱۴ تنو د خلم ولسوالیو د حقوقو مدیریت غړیتوب، د دوه ښځو په ګډون ۱۱ تنو د چمتال ولسوالۍ د حقوقو مدیریت غړیتوب او څلورو تنو د شورتپه ولسوالۍ د حقوقو مدیریت غړیتوب لپاره سیالۍ وکړې. په پایله کې اته تنه د معیاري نمرو په اخیستو سره بریالي شول.

فاضله چې د چمتال ولسوالۍ د حقوقو مدیریت کې د غړیتوب لپاره یې ځان نوماند کړی او د مرکې پړاو ته بریالۍ شوې، وايي چې په بلخ ولایت کې د ازموینو مرکز جوړېدل، د ازموینو په پروسه کې د شفافیت ټینګښت سربېره اسانتیاوې هم رامنځ ته کړې. د نوموړې په وینا، دوی نور اړ نه دي چې د ازموینې د ورکړې لپاره اوږد مزل وکړي او کابل ته لاړ شي.

په همدې حال کې ۳۳ نورو داوطلبانو د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست دوه بستونو لپاره، د دغه ولایت د کمپيوټري ازموینو په مرکز کې ګډون وکړ. چې ۱۵ تنو د کار چارو بست او ۱۸ تنو نورو د ټولنیزو چارو بست لپاره سیالۍ وکړې. په پایله کې ۱۰ تنه د معیاري نمرو په اخیستو سره بریالي شول.