په خوست ولایت کې د عدلیې وزارت شپږو بستونو لپاره کمپيوټري ازموینه واخیستل شوه

د خوست ولایت عدلیې ریاست شپږو بستونو لپاره ۲۶ داوطلبانو یو پړاویزه کمپيوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

په خوست او د هېواد په نورو ولایتونوکې کمپيوټري ازموینو لپاره د زمینې برابرول؛ هغه اسانتیاوې دي چې په ګومارنو کې د شفافیت، د انساني لاسوهنو د مخنیوي او رقابتي ازموینو د ستندرد کولو، په موخه رامنځ ته شوې.

په  خوست ولایت کې د ملکې ثریا د ازموینو مرکز په پرمختللو وسایلو سمبال او کابل کې د ازموینو له عمومي مرکز سره نښلول شوی.

دغه مرکز او په نورو مرکزونو کې د ازموینو بهیر، په کابل کې د ازموینو له عمومي مرکز څخه څارل کېږي.

د ازموینې برخه وال، د ازموینې له پای ته رسېدو سره سم خپلې پایلې ترلاسه کوي.

له دې سره سم، په کابل کې د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې پنځو تنو داوطلبانو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او فاریاب ولایت د معلوماتو او احصایې ملي ریاست څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

دغه راز، ۳۶ تنو نورو د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې ۳۶ تنو د کابل ولایت استالف ولسوالۍ د حقوقو مسلکي مدیریت غړیتوب لپاره سیالۍ وکړې.