په شرایطو برابر دوه زر او ۱۸۵ تنو د ملکي خدمتونو ۱۵۳ بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې

په شرایطو برابر دوه زر او ۱۸۵ تنو د ملکي خدمتونو لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۱۵۳ بستونو ترلاسه کولو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په لسو مرکزونو کې د ګومارنې سیالۍ وکړې.

دغو داوطلبانو د کلیو پراختیا او بیارغاونې، قبایلو او سرحدونو چارو، لوړو زده کړو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، عدلیې، ښارجوړولو او ځمکې، پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ، ترانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کډوالو او راستنېدونکو چارو، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارتونو، د احصایې او معلوماتو ادارې، د پلټنې عالي ادارې، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې، د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې، د افغانستان اټومي انرژۍ ادارې، د کوچیانو چارو انسجام ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، طبي عالي شورا او ملي شورا د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ټیټ رتبه بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د ګومارنې کمپیوټري او تقریري ازموینې په کابل کې د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو، ملکي خدمتونو انسټیټوټ، بلخ کې د رابعه بلخي، ننګرهار کې د شهید محمد موسی شفیق، هرات کې د ګوهر شاد بیګم، پکتیا کې د پکتیس، هلمند کې د عبدالرووف بېنوا، لوګر کې د وزیر عبدالملک خان عبدالرحیم زي، بامیان او تخار ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې ترسره شوې.