په غور، سمنګان، فراه، سرپل او دایکندي کې د ښوونکو د بستونو تعیینات

په غور، سمنګان، فراه، سرپل او دایکندي ولایتونو کې د ښوونکو د بستونو د ډله ییزې ازموینې د بې پایلې داوطلبانو د بستونو ګومارل، د اړوند بست په ځانګړې کود رشته کې د لوړونمرو، اړتیا وړ تحصیلي رشتې او جندر په پام کې نیولو سره، تطبیق شول. له دې وړاندې په اته ویشتو ولایتونو کې د ښوونکو د بستونو د ګومارنې د تطبیق پایله اعلان شوې.  د کابل ولایت پایله به هم ډیر ژر اعلان شي.

داوطلبان کولی شي د لیدو لپاره یې دغه لینک ته مراجعه وکړي.

http://iarcsc.com/teachers/result

هغه داوطلبان چې دغو بستونوته بریالي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

پاتې ولایتونو کې د ښوونکو د بستونو ګومارنې په نږدې راتلونکې کې عملي کېږي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته. د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځمو او شپږمو بستونوته بریالي شول. خو د دغه شمېر نوماندانو له ګومارنې او جذب وروسته، په پوهنې وزارت کې د ښوونکو ۱۱۴۹۱ او د ملکي خدمتونو په ادارو کې زرګونه نور پنځم او شپږم بستونه په نښه شول. دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې کې شامل نه وو او یاهم د کال په ترڅ کې خالي شول.

د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کوډ نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره ډک کړي. له دې امله، داوطلبان د الکترونیک سیستمونو او وسایلو په مرسته، له انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې ګومارل کېږي.