په فاریاب ولایت کې وروستۍ ډله ییزه ازموینه ترسره شوه

په فاریاب ولایت کې د وروستۍ ډله ییزې ازموینې په ترسره کولو سره، د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم بستونو د سږکال ډله ییزې ازموینې پای ته ورسېدې.

د ټول هېواد په کچه د ۱۶ زر او ۹۶۶ کمبودو بستونو لپاره، ۱۸۸ زر او ۸۳۴ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له دې جملې، ۱۶۵ زر او ۳۳۴ تنه ازموینه کې په شرایطو برابر وبلل شول.

له دې وړاندې د هېواد د ۳۳ ولایتونو ډله ییزو ازموینو پایلې اعلام شوې او ټاکل شوې د فاریاب ولایت د ډله ییزې ازموینې پایلې هم ژر اعلام شي.

فاریاب ولایت کې د ښوونکو ۴۳۰ بستونو او د ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم ۴۳ بستونو ته نهه زره تنو نوم لیکنه کړې وه. له دې جملې په شرایطو برابر  ۶۲۰۸ تنو ( ۳۱۸۲ نارینه ـ ۳۰۲۶ښځینه) په ازموینو کې برخه واخیسته.