په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو په کاري رژیم کې بدلون

د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز او د حکومت مشر تابه د پرېکړې له مخې د کوید ۱۹ ویروس درېیمې څپې خپرېدو مخنیوي او د دولتي کارکوونکو لپاره د زیاتو مراقبتي تدابیرو رعایت لپاره پرېکړه وشوه چې له مخې یې د عامې روغتیا وزارت پرته په مرکز او ولایتونو کې په ټولو وزارتونو کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو زیانمن پاړکی د غبرګولې له ۱۶ د دوه اوونیو لپاره رخصت دي.

د لارښود مهم ټکي په لاندې ډول دي:  

۵۵ کلن کارکوونکي او له هغو پورته عمر لرونکي، چې په مزمنو ناروغیو (شکر، قلبي اوسرطان) باندې اخته وي او امیندواره ښځینه کارکوونکې ( ۴ میاشتني حمل او له هغې زیات)، کولای شي له کور څخه کار وکړي.

هغه کارکوونکي چې د لاسلیک کولو صلاحیت لري، په ادارو کې یې شتون حتمي دی او د ملکي خدمتونو ادارو نور کارکوونکي د روغتیايي تدابیرو په مراعات کولو سره په دفتر کې خپلې دندې پرمخ وړي.

هغه کارکوونکي چې د دغه لارښود مطابق دندې ترسره کوي، په اداره کې د شتون پرمهال د ټولو حقوقو او امتیازاتو مستحق دي او په اداره کې یې د نشتون ورځې رخصت نه بلل کېږي، له کلنیو رخصتیو نه وضع کېږي.

د نورو جزییاتو ترلاسه کولو لپاره  په مرکز او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو په ادارو کې د (کوید ۱۹) ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره د کاري رژیم تنظیم لارښود ته دې مراجعه وشي.