په ملکي خدمتونو کې د مخکښۍ او نوښتي جایزې لپاره د نوم لیکنې د مهلت تمدید

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د غوښتونکو او ادارو د بشري سرچینو ریاستونو د غوښتنو له مخې، په ملکي خدمتونو کې د مخکښۍ او نوښتي جایزې لپاره د غوښتنې په فورمې باندې بیاکتنه کړې او هغه یې ساده او لنډې کړې. نوله دې امله، زیاتو کارکوونکو ته د د غو جایزو لپاره د غوښتنو د وړاندې کولو د فرصت په موخه، د غوښتنې او سپارښتنې مهلت تر دوه اوونیو پورې« د لړم له۲۸ د لیندۍ تر۱۲» تمدید شو.

د یاد ونې وړ ده، هغه غوښتنې او سپارښتنې چې تراوسه د لومړني فورم له مخې ترلاسه شوې،د اعتبار وړ دي او څېړل کېږي.

دغې جایزې په ملکي خدمتونو کې د پیاوړو کارکوونکو د کړنو پيژندل اوتثبیت دی، کوم چې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې، د اصلاحي پروګرامونو د عملي کولو، مراجعینوته د خدمتونو د وړاندې کولو، د وړتیاوو پراختیا او د نوښتي پروګرامونو ترسره کولو په برخه کې مخکې دي، ورکول کېږي. په داسې حال کې چې د ملکي خدمتونو کارکوونکي هم کولی شي د دغې جایزې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنې وړاندې کړي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، خلک، مدني بنسټونه او ټولنیز سازمانونه هڅوي، څو دغو جایزو لپاره د ملکي خدمتونو غوره کارکوونکي نوماند کړي.

د دغو جایزو لپاره وروستي نوماندان به چې د دوه بې پرې کمېټو لخوا کوم چې پکې د مدني ټولنې، د علمي بنسټونو، د ملکي خدمتونو متقاعد کارکوونکي، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې بنسټونه او د رسنیو استازي شامل دي،غوره کېږي.

د جایزو د ډولونو، امتیازونو، شرایطو او د غوښتنې د لارښود او د ګټوونکو د بهیر او دغه راز، د غوښتنې د فورمې او زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه لینک ته مراجعه وکړئ.

هیله ده چې غوښتنې او سپارنې د لارښود له مخې دغه برېښنا لیک    csawards@iarcsc.gov.af  ته راولېږئ.

د پوښتنو د ځوابولو لپاره کولی شي چې له دغو شمېروسره اړیکه کې شی.

عزیزالرحمن حقاني، د انسجام د مرکز مشر: +۹۳ (۰) ۷۹۷ ۹۰۹ ۰۵۰

عبدالله یوسفي: د ولایتونو د همغږۍ کارپوه: +۹۳ (۰) ۷۰۰ ۶۶۲ ۲۵۱