په ملکي خدمتونو کې له ښځو د ملاتړ ریاست

 

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون دویمه رتبه (۱بست) د وړ کارکوونکو  د ګومارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

وړغوښتونکي کولی شي چې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وېبپاڼې (www.iarcsc.com) له لارې راواستوئ.

د غوښتنې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره، له لاندې جدول څخه کاپي کړئ او اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ.

 

شمېره       د بست سرلیک د بست کود
۱ په ملکي خدمتونو کې له ښځو د ملاتړ ریاست ۰۱۸۲
 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:                      په ملکي خدمتونو کې له ښځو د ملاتړ ریاست

بســــت:                               دویم

وزارت/اداره:                           د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه:                         د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست

د پسټ شمېر:                         (۱)

موقعیـــت :                            کابل

راپور ورکونه   :                      د ملکي خدمتونو اداري لوی رېیس

راپور اخېستنه:                      تر لاس لاندې کارکوونکي (د تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د اعلان د خپرېدو د پیل او پای نېټه:       ۲۶/۰۳/۱۳۹۹  تر  ۰۵/۰۴/۱۳۹۹

 

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوۍ.

د دندې موخه :

د هیواد  نافذه قوانینو سره سم په ملکي خدمتونو کې د ښخو زیاتې ونډې اخیستې په موخه ، د جندر اړوند پالیسیو پروګرامونو او طرحو څخه څارنه او مدیریت کول.

تخصصي دندې:

  1. د دولت پالیسیو او نافذه قوانینو سره سم ، د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو لا زیاتې ونډې اخیستې په موخه، د کلنیو پالیسیو او پروګرامونو طرح کول او پراختیا ورکول.
  2. د اړوندو مراجعو په همغږۍ سره، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د وړتیا پیاوړي کېدو لپاره د ځانګړو پلانونو طرحه کول او پراختیا ورکول.
  3. د هغوی د وضیعت ښه والي په موخه ، د ملکي خدمتونو ښخینه کارکوونکو نظریاتواو د څارلو، ارزولو او  مالوماتو راټولو، شاخصونو مشخصولو په اړه د لارښودونو ترتیبول او طرح کول.
  4. د ښخینه کارکوونکو د ستونزو رفع کولو لپاره، د راټول شویو مالوماتو او نظریاتو شننل او د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست ته او عالي رتبه مقاماتو، ادارو او وزارتونو ته یې وړاندې کول.
  5. د واک لرونکو برخو له لارې د ملکي خدمتونو په ادارو او وزارتونو کې د ښخينه کارکوونکو پر وړاندې د هر ډول تبعیض، د مصئونیت نشتوالي په اړه شکایت کولو ته د ذمینې برابرولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. د کارکوونکو خبرتیا لپاره  له بشري سر چینو او واک لرونکو واحدونو سره د دوامداره اړیکو ساتل ، او د ښځو د حقوق اړوند نورو قوانینو او اسنادو په اړه په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي او زورولو منع قانون په هکله خبرتیا ورکول.
  7. د هیواد نافذه قانون سره سم د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو لا زیاتې ونډې اخیستنې په موخه د مقرراتو، طرزالعملونو او لایحو طرحه کولو په اړه وزارتونو، ادارو او د  اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته  د ګټورو مشورو او نظرونو وړاندې کول.
  8. واک لرونکو ادارو او د بشري سرچینو له واحدونو سره د کاري فرصتونو په هکله د خبرتیا تر لاسه کولو په موخه د همغږۍ رامنځته کول او د اړیکو ټینګول، او همدارنګه په ملکي خدمتونو کې د ښځو ګمارلو میزان لوړولو په موخه، له پوهنتونونو څخه د ښځینه فارغینو لپاره د ګمارنې  کمپاینونو په لار اچولو میکانیزم څخه مدیریت کول او پراختیا ورکول.
  9. په ملکي خدمتونو کې د ښځو وړتیا لوړولو او آغیزمنو پروګرامونو په لار اچولو لپاره د ښځو رهبري شبکې او د ملکي خدمتونو د ښځو انجمن د ملاتړ لپاره د اړینو نظریاتو او طرحو وړاندې کول،

د بست مدیریتي او اجرائیوي دندې:

  1. د ادارې استراتیژیکي موخو تر لاسه کولو لپاره ، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان طرحه او ترتیبول
  2. د ریاست کلني کاري پلان پر بنسټ، د بودیجوي اړتیاوومالومول او وړاندیزول.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  4. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  7. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  8. د اړونده ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ملکي خدمتونو ادارې لوی رئیس او د کمیسیون رهبری ته  میاشتني، درې میاشتني اوکلني راپورنو وړاندې کول.
  9. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې :

  1. بنسټیزو اړتیاوو سره سم ، د ښځینه کارکوونکو لوړتیا لوړولو بودیجي تامینولو په موخه له کورني او بهرنیو شریکانو سره د پروګرامونو او پالیسیو همغږي کول.
  2. د جندرواحدونو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د ملکي خدمتونو ادارو کې د کال ۲٪ ښځو د ګډون زیاتوالي پالیسۍ پلي کولو په برخه کې د وزارتونو او ادارو له اجرااتو څخه ډاد تر لاسه کول.
  3. په ملکي خدمتونو کې د ښځو د وضیعت ښه کېدو لپاره، د جندر واحدونو، وزارتونو، او دولتي ادارو سره د تجربو، افکارو شریکول او د دایمي اړیکو ټینګول.

………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده

 

لږ تر لږه  په یادو برخو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري ، جندر او دجندر مطالعات عامه اداره، اداره او تجارت ، د بشري سرچینو مدیریت، عامه پالیسي، حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، لوی مدیریت، د پروژې مدیریت، ټولنپوهنه، روانپوهنه، تربیتي علومو حکومتولي، عامه اړیکې، ژورنالیزم، ادبیات، ښوونه او روزنه، شرعیات، او په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

اړونده کاري مخینه (جندر او د ښځو مطالعات ، بشري سرچینه، څارنه او ارزونه، د وړتیا لوړول، د پالیسۍ پراختیا، حقوقي برخې او یا په یاد بست کې  د دندې مسولیتونو او موخو کې د درج  شویو دندو نور موارد،

يه یادو برخو کې مدیریتي یا تخصصي لږ تر لږه د لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال مخینه په پام کې نیول شوې ده.په مدیریتي یا تخصصي برخه کې تر یو کال کم تجربه لرونکي شخص  یاد بست وړ نه ګڼل کېږي.

په یادو برخو کې پنځه کاله مدیریتي یا تخصصي.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.
  3. اړیکو او پریکړو نیولو په برخو کې د اړینو مهارتونو درلودل.

هڅونې :

  1. د دریم او څلوم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نمرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي په هغه صورت کې چې د نوماند معلولیت په دنده کې د خڼډ سبب ونه ګرځي.
  2. ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.
  3. یادونه : یاد بست یوازې ښځینه وګړو ته ځانګړی شوی ده.

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود