په نیمروز ولایت کې د پوهنې وزارت بستونه رقابت ته وړاندې شول

د پوهنې وزارت ۱۱ زره بستونو ګومارنې رسمي پروسې له پیل وروسته، په دغه پړاو کې، د نیمروز ولایت تش بستونه رقابت ته وړاندې شول. د نورو دوه ولایتونو تش بستونو نوملړ په بل پړاو کې اعلامېږي.

د اعلام شویو بستونو نوملړ دلته د لاس رسي وړ دی.

دغو بستونو لپاره د غوښتنې فورمې، د پوهنې له ریاستونو/ ولسوالیو کې د پوهنې له امریتونو په وړیا توګه ترلاسه کړئ.

د غوښتنې فورمو وېش: یک شنبه (غبرګولې ۲۳) پیل او ترلسو کاري ورځو دوام کوي.

دغه راز کولای شی دغو بستونو لپاره د غوښتنې فورمې له دغه ځایه ترلاسه کړئ.

د غوښتنې فورمې له ډکولو مخکې، د ډله ییزې ازموینې بېلابېلو پړاوونو لارښود په ځېر مطالعه کړئ.

د بست عنوان، وزارت، ریاست، د بست موقعیت او د بست کود په کره توګه د غوښتنې په فورمه کې ولیکئ.

 

په کره توګه د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، خپل یو عکس په فورمه ونښلوئ او د تذکرې او تحصیلي اسنادو له کاپي سره یې د پوهنې ریاستونو/د ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته وسپارئ.