په هرات کې د کمېسیون ودانۍ د تلفیقي معمارۍ په سبک جوړېږي

په هرات ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ودانۍ به د سنتي معمارۍ له مدرنه اصولو او معاصره ټکنالوژۍ سره سمه وي. د دغې ودانۍ د جوړولو چارې په رسمي ډول د کمېسیون د رییس احمد نادر نادري لخوا د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پېل شوې.

په هرات کې د کمېسیون د ودانۍ نقشه، د ځوانو معمارانو لخوا طرحه شوې چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو تاریخي دورو، لکه د تېموریانو د دورې له ځانګړنو او د مهندسۍ له اوسنۍ پراختیا څخه کار اخیستنه په پام کې نیول شوې.

د دغې ودانۍ د جوړولو لپاره د هرات له سیمه ییزو توکو لکه، تولید شویو سرامیکو او ابي ښیښې کار اخیستل کېږي. دا به د افغانستان له چاپېریال سره برابره لومړنۍ ودانۍ وي چې د افغانستان دولت لخوا جوړېږي.

په هرات ولایت کې د کمېسیون ودانۍ د هوا بدلولو لپاره به له دودیزه چارو کار واخیستل شي.

ښاغلي نادري د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د اوسنیو او تېرو لرغونو سبکونو د یو ځای کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې له فرهنګي او تمدني جرړو څخه جلا کېدل، د پوښتنې، نوښت او جوړولو په برخه کې د لري والي اصلي عامل وو. د نوموړي په وینا، د افغانستان د ملکي خدمتونو په عامه ادارو کې باید د افغانستان فرهنګ او تاریخ څرګند شي.

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس څرګنده کړه چې د منځپانګې له پلوه یوه سالمه اداره باید، خدمت کوونکې، حساب ورکوونکې او مسؤوله وي او د کاري چاپېریال له نظره هم باید کارکوونکو او مراجعه کوونکو ته مناسبه فضا رامنځ ته کړي.

ښاغلي نادري زیاته کړه:«هیله من یم چې د دغې ودانۍ د جوړولو چارې ژر پای ته ورسېږي، څو راتلونکو نسلونو لپاره بېلګه اوسي او خلک وکړای شي له هغو خدماتو څخه چې د دغې ادارې لخوا به وړاندې شي، په برابره توګه او له تبعیض پرته برخمن شي.هیله من یم چې د افغانستان اداره او د هرات اداره د اصلاحاتو پرلور مخ ته لاړې شي او دغه ودانۍ د هرات اونور افغانستان لپاره د اصلاحاتو د نهضت څپه شي.»

په دغو مراسمو کې، د هرات والي عبدالقیوم رحیمي، په د غه ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې  وویل چې په اداري او د ګومارنې پروسو په برخه کې رامنځ ته شویو اصلاحاتو، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون باندې د هراتیانو باور ډېر کړی. د هرات والي دغه راز، د هغو بستونو د اعلان غوښتنه وکړه کوم چې په دغه ولایت کې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

په هرات ولایت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ودانۍ به د کار خونې، روزنیز مرکز، د ازموینو مرکز او د کنفرانس لپاره یو تالار ولري چې د یوه کال په ترڅ کې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.