په کابل او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو بستونو لپاره ازموینې واخیستل شوې

د کابل او ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې د ملکي خدمتونو د لوړ رتبه، منځنۍ کچې مدیریت او ټیټ رتبه بستونو د ګومارنې ازموینې ترسره شوې.

د مرکزي بودیجوي ادارو د پلټنې، د چاپېریالي کړنو او د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مساعدتونو ریاست مرکزي بستونو لپاره ۱۴ تنو، څلورو تنو د جوزجان ولایت د معلوماتو او احصایې ریاست او درې تنو نورو داوطلبانو د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې په تحریري ( کمپیوټري) او د مرکې پړاو ازموینو کې ګډون وکړ. دغه راز، دوه تنو نورو برخوالو هم د تفتیش عالي ادارې د دولتي شرکتونو او تصدیو څېړنې ریاست څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې، خو یو یې هم و نه توانید چې د مرکې پړاو ته لار پیدا کړي.

په همدې توګه، ۱۵ تنو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مقام د اجراییه سکرتر، پالیسي ګانو د طرحې او پراختیا کار پوه، ۳۴ تنو  د وسپنې پټلۍ عمومي مدیریت، څلورو تنو د وسپنې پټلۍ د نشراتو امریت، دوو تنو د وسپنۍ پټلۍ د تخصیصاتو عمومي مدیریت بستونو، ۲۶ تنو د ( ارزګان او نورستان) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امریتونو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون (اطلاعاتي بانک) د یتابیس کار پوه د بست ترلاسه کولو لپاره د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې په کمپیوټري (تحریري) ازموینه کې ګډون وکړ.

دغه راز، د خوست ولایت د قومونو او قبایلو چارو  ریاست مالي او حسابي مدیریت او د کليو پراختیا ریاست مالي او اداري عمومي مدیریت بستونو ترلاسه کولو لپاره، ۱۴ تنو داوطلبانو د دغه ولایت د ملکې ثریا د ازموینو په مرکز کې په کمپیوټري ازموینه کې برخه واخیسته.

په همدې توګه، د هرات ولایت کوچیانو چارو ریاست عمومي تدریسي مدیریت بست لپاره، ۱۶ تنو  د هرات ولایت د ازموینو مرکز کې سیالۍ وکړې.