په کابل او ولایتونو کې د ملکي خدمتونو بستونو کمپیوټري ازموینه واخیستل شوه

په کابل کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو، د ننګرهار شهید محمد موسی شفیق او د بلخ ولایت رابعه بلخی د ازموینو په مرکزونو کې ۱۱۸ تنو د ملکي خدمتونو بستونو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ وکړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حواله جاتو عمومي مدیریت، ولایتونو سره د همغږۍ او اړیکو کارپوه، د ټکنالوژۍ مدیریت، د لرغونو اثارو او سیمو استاد، د رضا کاره ځوانانو  همغږۍ او اړیکو کار پوه، انګلیسي ژبې استاد، د رسنیو چارو د پالیسي او تقنین کار پوه او د اثارو تشخیص متخصص بستونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اړوند د MIS مدیریت، د د یتابیس کار پوه او د شبکو کار پوه بستونو ترلاسه کولو لپاره د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو په مرکز کې سیالۍ وکړې. په دغو سیالیو کې د ۸۸ تنو داوطلبانو له جملې (۷۹ نارینه او ۹ تنه یې ښځېنه ) وې.

دغه راز ،  ۲۳ تنو داوطلبانو د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست اړوند د سرخرود، خوګیاڼو، ده بالا او روداتو ولسوالیو د حقوقو مدیریت بستونو د ترلاسه کولو لپاره، د دغه لایت د شهید محمد موسی شفیق د ازموینو په مرکز کې په کمپيوټري ( تحریري) ازموینو کې ګډون وکړ.

همدا شان، ۷ تنو نورو داوطلبانو د بلخ ولایت عدليې ریاست اړوند د بلخ ولسوالۍ د حقوقو مدیریت بست ترلاسه کولو لپاره، د دغه ولایت رابعه بلخي د ازموینو په مرکز کې په کمپیوټري ازموینه کې برخه واخیسته.