په کابل کې د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو رخصتي نورې درې اوونۍ دوام کوي

د کابل ښار او ولسوالیو د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو رخصتي د نورو درې اوونیو (وری ۳۰ د غويي ۲۰) پورې تمدید شوه.

دغه پرېکړه د کاري رژیم کړنلارې (۱) شمېرې ضمیمې د تعدیل او د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د پرېکړې له مخې شوې ده.

د دولتي ادارو او وزارتونو رییسان او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي. د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي.

د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته خبرداری ورکول کېږي چې ولایتونو ته له غیر ضروري او غیر رسمي سفرونو ډه ډه وکړي، چې له دې پرته به تادیب شي.

هغه امیندواره میندې چې په مرکز او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت اړوندو کې کار کوي، د کوید ۱۹ ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه، په ټول هېواد کې د درې اوونیو لپاره یې رخصتي تمدید کېږي. د عامې روغتیا وزارت پرته، په (مرکز او ولایتونو ) کې په خصوصي وړکتونونو کې د شاملو ماشومانو لرونکو، اناث کارکوونکو رخصتي هم د درې اوونیو لپاره تمدید کېږي.

هغه کار کوونکي چې د دغې کړنلارې مندرج رخصتۍ څخه کار اخلي، د ټولو حقوقو او امتیازاتو ـ ـ لکه په اداره کې یې د شتون مستحق دي.

دغه کړنلاره کې درج شوې رخصتي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو په کلنۍ رخصتي کې نه حسابېږي.