په کابل کې د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو رخصتي د روژې مبارکې میاشتې تر پایه دوام کوي

د کابل ښار او ولسوالیو د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو رخصتي د روژې مبارکې میاشتې تر پایه دوام کوي.

په ګرځېدو او تګ راتګ د محدودیت لګولو د تمدید پرېکړه، د روان کال غويي میاشتې په ۱۳ نیټه، د روژې مبارکې میاشتې ترپایه،  د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په فوق العاده غونډه کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه شوې ده.

د دولتي ادارو او وزارتونو رییسان او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي. د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي.