په کمېسیون کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ښځو نړیوالې ورځې لمانځغونډه کې، له هغو ادارو څخه چې ښځو ته یې د سالم کاري چاپېریال د رامنځ ته کولو او ښځو لپاره یې د مشارکت زیاتوالي په اړه د اداري کړنلارو د تطبیق په برخه کې هڅه کړې، ستاینه وکړه.

په ملکي خدمتونو کې د ښځو ملاتړ واحد د موندنو له مخې لوی څارنوالۍ، د علومو اکاډمۍ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د پوهنې، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونه هغه ادارې دي چې په ملکي خدمتونو کې د ښځو مشارکت زیاتوالي په برخه کې د پام وړ پاملرنه کړې.

د ګومارنې په پروسو کې د جندر استازې شتون، د تعییناتو  کړنلارو له مخې ښځو ته د پینځو امتیازي نمرو ورکول، له پوهنتونونو څخه د نویو فارغ شویو ښځو لپاره د ګومارنې فرصتونو په اړه د پوهاوي کمپاینونو جوړول، د ښځو زده کړې اړتیا سنجونه، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ کې د دندې اړوند بېلابېلو مدیریتي، انګلیسي ژبې او کمپيوټر زده کړې پروګرامونو جوړول، د لېسانس او ماسټرۍ په کچه روزنیزو پروګرامونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یو شمېر ښځینه کارکوونکو معرفي کول، له هېواد څخه بهر ته د لنډ مهال او اوږدمهاله پروګرامونو  زده کړې په موخه، د ېو شمېر ښځینه کارکوونکو استول، په استثنايي او اضافه کارۍ امتیازونو کې د ورکړې په برخه کې ښځو ته د ډېرې ونډې ورکول، د بریالیو ښځو پېژندل او ستایل او د رسنیو له لارې د دوی د داستانونو خپرول هغه موارد وو چې یادو ادارو یې د پلي کولو په برخه کې هڅه کړې.