په یوه میاشت کې ۴۲۵ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو د څېړلو بورډ، د روان کال لړم میاشت کې ۴۲۵ شکایتونه څېړلي. له دې جملې، ۳۵۱ یې شکایتونه یې رد، ۳۶ یې تایید، ۲۴ یې ساتل شوي او ۱۴ نور یې د بست بیا اعلان او د بیا ازموینې اخیستل ؤ.

دغه راز، په همدې میاشت کې، د مرکز او ولایتونو په ګډون له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه ۳۶۸ شکایتونه، د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې ثبت شوي: چې ۲۷۷ شکایتونه یې د نه شارټ لیست کېدو، ۴۶ یې د ازموینې د پایلې په اړه د نه قناعت، څلور یې د بست د اعلان، یو یې د ازموینې د پروسې، نهه یې د ازموینې د نه اخیستو، درې یې د نه مقررۍ، ۱۲ یې د غیر قانونۍ تبدیلۍ، شپږ یې د منفکۍ، یو یې د نه ترانسفر کېدو، یو یې د شارټ لست د پایلې د نه ابلاغ، یو یې د نا څرګند برخلیک، یو یې د غیر قانوني توصیې، پنځه یې د حقوقو د امتیازاتو د ورکړې او یو شکایت هم د غیر قانوني غیر حاضرۍ په اړه وو.

د شکایتونو د څېړلو بورډ د تلې له لومړۍ بیا د همدې میاشتې ۳۰ پورې، د مسلکي پوښتنو د څېړلو بهیر په برخه کې په ښه توګه او زیات شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره، د ملکي خدمتونو کار کوونکو د شکایتونو د څېړلو په موخه، درې دوسیې اهل خبره ته سپارلې دي.

د شکایتونو د څېړلو په بورډ کې شکایتونه په درې پړاوونو کې څېړل کېږي. شکایتونه لومړي پړاو کې د مسلکي کارشناس لخوا د قانوني او اړوندو کړنلارو له مخې، په کره او هر اړخیز ډول څېړل کېږي، وروسته بیا  د معتبره، اکادمیکو او اهل خبره سرچینو په همغږۍ او همکارۍ  د کار شناسانو د کمېټې لخوا څېړل کېږي او د وروستۍ پریکړې او مصوبې صادرولو په موخه، د کمېشنرانو بورډ ته استول کېږي. په پایله کې، د کمېشنرانو بورډ پریکړه کوي او مصوبه صادروي. مصوبه د بورډ پرېکړه ده چې د پرېکړې له نیولو وروسته صادرېږي. د شکایتونو د څېړلو پایله، له څېړنې او ارزونې وروسته شکایت کوونکو ته هم ابلاغېږي.