په ۳۴ ولایتونو کې په ملکي خدمتونو کې کار غوښتوونکو لپاره وړیا انټرنټي اسانتیاوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه په ملکي خدمتونو کې کار غوښتونکو ته د وړیا انټرنټ او نورو اسانتیاوو سربېره، په انلاین ډول د نوم لیکنې زمینه هم برابره کړې.

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کار غوښتونکي کولی شي د نوم لیکنې او ګومارنې پروسو د څار په موخه، یواځې په رسمي وختونو کې د کمېسیون ولایتي دفترونو له کمپیوټر، انټرنټ، پرنټر او نورو اسانتیاوو برخمن شي.

مراجعه کوونکو ته د ګومارل شویو مامورینو لخوا د نوم لیکنې او اسنادو لېږلو په برخه کې لارښوونې کېږي.

زموږ د ولایتي دفترونو پتې دلته وګورئ.