پکتیکا ولایت سکټوري او تخنیکي خدماتو ریاست

پکتیکا ولایت سکټوري او تخنیکي خدماتو ریاست

د ملکي خدمتونو تعییناتو بورډ د بدني روزنې او سپورټ ریاست یو دویمه رتبه بست د وړ کارکوونکو ګومارنې لپاره بیارقابتي اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه (www.iarcsc.com ) دلینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 شماره د بست سرلیک بست شمېره
۱ پکتیکا ولایت سکټوري او تخنیکي خدماتو ریاست ۰۷۵۴-۱

بســــت :  دویم

وزارت/اداره:  سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د پست شمېر: (۱)

  موقعیـــت: پکتیکا

راپور ورکول: د ولایت معاونیت ته ( تشکیلاتي جوړښت مطابق)

راپور اخیستل له: اثر لاندې کارکوونکو څخه ( تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د اعلان خپرېدو پیل او پای نېټه:  ۲۱/۰۲/۱۴۰۰  الی  ۳۰/۰۲/۱۴۰۰

د دندې موخه:  د مقررو، کړنلارو، قوانینو او قوانینو په رڼا کې د ولایت له سکټوري او خدماتي تخنیکي چاروکنټرول، نظارت او رهبري.

…………………………………………………………………………………………

صلاحیتونه او وظیفوي مسؤولیتونه:

تخصصي دندې:

۱. رهبري ، همغږي، څارنه او د اړونده ولایت  سکټوري او تخنیکي خدماتو چارو د برخو له فعالیتونو رهبري، انسجام، څارنه او دایمي تعقیب؛

۲.  د ولایت د ستراتيژیک پلان، لازم معلوماتي دیتابیس جوړول او په ولایت میشتو دویمو واحدونو سره په همغږۍ کې د ولایت پراختیايي بودیجې وړاندوینه؛

۳. د اقتصادي پراختیايي پلان جوړونې انسجام او اړونده ولایت په کچه اقتصاد سکټورونو کې یې له تطبیق څخه څارنه؛

۴. د ولایت د سکټوري او تخنیکي خدماتو برخو پراختیايي او عادي بودیجې پروګرام جوړول او انسجام؛

۵. د ولایت د سکټوري او تخنیکي ادارو پراختیايي بودیجې مدیریت او د پراختیايي پروګرامونو عملي کول او څارنه؛

۶. د ولایت له سکټوري او تخنیکي اړوندو برخو د راپور ترلاسه کول او اړونده مراجعو او د ولایت مقام ته یې وړاندې کول؛

 ۷. د ولایت مقام او نورو برخو د اجرايي راپور وړاندې کولو او جوړولو په برخه کې د ډلې مشري؛

۸. د کار اخیستو لپاره په ډیټابیس کې د درج شویو احصاییوي ارقامو او شمېرو له چارو څارنه او نظارت او په موقع سره د اړتیا په صورت کې یې وړاندې کول؛

۹. د ولایت معلوماتي سیستم رهبري او جوړول، د تخنیکي او سکټوري ادارو له لارې د خلکو د ستونزو د یوې برخې حل کول.

  • د بست مدیریتي او اجراییوي دندې:

۱۰. عمومي پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛

۱۱. د ولایت پروګرامونو اغیزناکوالي لپاره د ګټورو اومسلکي مشورو وړاندې کول؛

۱۲. د ولایت مشرتابه غونډو سره په همغږۍ کې په میاشت کې دوه ځلې د اړوندو ادارو د سکټوري او تخنیکي غونډو جوړول؛

۱۳. د اړوند ریاست کلني پلان له مخې، د بودیجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندیز؛

۱۴. اړونده کاري ساحه کې د افغانستان ملي پراختیا سولې ستراتيژۍ  او اداري فساد پروړاندې مبارزې په برخه کې د پروګرامونو د موخو عملي کول؛

۱۵. معلوماتو ته د لاسرسي قانون او اړونده ادارې پالیسۍ په پام کې نیولو سره، په دولتي ادارو کې د ننه د غوښتل شویو معلوماتو رهبري؛

۱۶. په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو قانون، د ښځو او ماشومانو د ازار او اذیت قانون او د سلوک ډول مقررې له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کول او رعایت؛

۱۷. اثر لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او کار پرمهال روزنو له لارې د مسلکي مهارتونو لېږد؛

۱۸. له اړوندو لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه د چارواکو د خبرتیا لپاره عمومي پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛

۱۹.  د اړوند ادارې له قوانینو، مقرراتو سره د ذیصلاح چارواکو لخوا د سپارل شویو دندو ترسره کول.

  • د بست همغږۍ دندې:

۲۱. په فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د خلکو د ونډې اخیستنې ملاتړ جلبلول او دولایت په کچه د ټولنیزو او فرهنګي پلانونو له تطبیق څخه نظارت؛

۲۲. د ولایت په کچه د تخنیکي او سکټوري خدماتو وړاندې کولو لپاره د ادارو له دویمو واحدونو سره د همغږۍ او اړیکو جوړول؛

۲۳. د تخنیکي او سکټوري خدماتو اسانتیاوو وړاندې کولو لپاره له اړوندو ولسوالیو سره همغږي؛

۲۴. د ادارې د متوقعه موخو ترلاسه کولو لپاره د ولایت له اړوندو برخو سره د اړیکو ټینګول او همغږي.

——————————————————————————————————

د ګومارنې شرایط ( تحصیلي کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۸،۷ او ۳۴ موادو اولاندې شرایطو او معیارونو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.

 تحصیلي رشته: لږ تر لږه  د انجنییرۍ په یوې څانګې: ( ساختماني، استحکام، سرک جوړونې، اوبو رسولو او چاپېریالي، ښار جوړولو، ښاري پروګرام جوړولو، مهندسۍ، (ښار جوړولو، ساختماني) پروژې مدیریت، اقتصاد او یا نورې اړوندو څانګو کې حد اقل د لیسانس سند ولري. په یادو تحصیلي څانګو کې لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 ۱. کاري تجربه: په یوې مرتبطه برخه په هېواد کې د ننه او بهر له نړیوالو مؤسسو؛ ( مشابه مدیریتي او سکټوري پراختیا چارو تخصص او یا پلان جوړولو چارو، یا اقتصادي پراختیا چارو او د دغه بست د دندو مسؤولیتونو موخو مندرج موارد)؛

الف) مدیریتي او تخصصي، لېسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یو کال؛

(په یوه مدیریتي او یا تخصصي برخه کې له یو کال کمې تجربې لرونکي بست لپاره په شرایطو برابر نه کېږي.)

ب) مدیریتي یا تخصصي په یادو یوې برخې کې پېنځه کاله.

 لازمې وړتیاوې:

  • په یوې رسمي ژبې (پښتوـ دري) تسلط او له انګلیسي سره بلدتیا (خبرې او لیکل)؛
  • دندې مرتبط کمپيوټري پروګرامونو کې وړتیاوې؛

 نوټ:  په پورته شرایطو برابر معلولیت لرونکي افراد کولای شي د دغه بست ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي؛

تشویقي موارد:

د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نومرې او (۳) امتیازي نومرې په اول او دویم بستونو کې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ؛

ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.