ډېټابېس پراختیا کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کار اهل کار ته د سپارلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د ترلاسه کولو او د ملکي خدمتونو لپاره د سالمې ادارې رامنځته کولو په موخه، لاندې بست د ازادۍ سیالۍ له لارې د تغییر پروژې له طریقه د وړ او تجربه لرونکو وګړو لپاره اعلان ته سپاري. وړ مینه وال کولی شي، د نوملیکنې لپاره په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون (http://lowgrade.iarcsc.com/) وېبپاڼې له لارې نوملیکنه وکړي.

د نوملیکنې پر مهال د اړوند بست لاندې شمېره کاپي کړئ او د انلاین فورمې په اړوند برخه کې یې ځای پر ځای کړئ.

 

شمېره د بست سرلیک د بست کوډ
۱ ډېټابېس پراختیا کارپوه HR-006

 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:             ډېټابېس پراختیا کارپوه

بســـــت:                      درېیم

وزارت/اداره:                  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

اړونده څانګه:                د ملکي خدمتونو ادارې عمومي ریاست

موقعیــت:                     کابل

د بست شمېر:              (۱)

را پور ورکونه                 د سافټ وېر پراختیا امر

راپور اخېستنه:              نه یې لري

د اعلان د خپرېدو د پیل او پای نېټه:  ۱۴/۱۲/۱۳۹۸ تر ۲۵/۱۲/۱۳۹۸

 

د معاش اندازه:  د بست اصلي معاش+ د تغییر پروژې امتیاز له لومړي قدم څخه ۶۳،۰۰۰ افغاني تر پنځم قدم پورې ۸۹،۹۴۴ افغانۍ ( د تغییر پروژې د لارښوود مطابق)

 

………………………………………………………………………………………………………………………….

تغییر پرورګرام:

تغییر پروژه نېغ په نېغه د سولې چوکاټ او د افغانستان ملي پراختیا ته ځواب ویونکې ده او همدا راز د عامه ادارې او اغېزمن سیسټم جوړونې پراختیايي لومړیتوب په ګډون، د ملکي خدمتونو د تخصص پالنې، رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه کار کوي.

د تغییر پروژې ټولیزه موخه د وزارتونو د ظرفیتونو پیاوړتیا او د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو د ګومارنې له لارې، د لومړیتوب لرونکو ادارو د کارکوونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو غوره پلان جوړونه ده.

تغییر پروژه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو وجهي صندوق (ARTF)، د نړیوال پراختیايي انجمن(IDA) او د نړیوال بانک ګروپ له خوا تمویلېږي.

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بن د هوکړه لیک د ۵۰ مادې پر بنسټ او د ۲۳/۳/۱۳۸۱ کال موقتې ادارې د ۲۵۷ فرمان له مخې، د اداري اصلاحاتو د رهبرۍ، د پالیسۍ تنظیم او طرحه، د عامه ادارې د سمونې او د هغې له تطبیق څخه د څارنې په موخه رامنځته شو.

 

د دندې موخه:

د بشري سرچینو د مالوماتو د مدیریت نویو ماډولونو سیسټم پراختیا(Development)، پروګرامینګ (programming)، (update) او د ډېټابېس (HRMIS) غوره جوړونه (improvement).

 

تخصصي دندې:

  1. د انتقالي پروسې ماډل (Transaction Processing Model) د ساتنې او ارزونې په موخه د پراختیایي پلان طرحه.
  2. ډېټابېس کلستر د عملیې ترسره کولو په موخه د (HRMIS) ډېټابېس جوړول او د هغه د پلي کېدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  3. د ډېټابېس د کار د اندازه کولو په موخه د پروتوکولونو پراختیا او د تېروتنو پېژندنه.

 

۴٫د ډېټابېس د کار کولو څارنه، ارزونه او د پروګرامینګ پروسو د ستونزو حلول.

۵٫د ډېټابېس د مدیریت وسایلو (Database management tool) ډېزاینول

۶٫د اړوندو پالیسي ګانو او طرزالعملونو په ګټې اخېستنې، د ډیزاسټر ریکوري ( disaster recovery) پروسې پلي کول.

۷٫د ډېزاین، عملیاتو او د ډېټابېس اپلیکېشن د تخنیکي ملاتړ په موخه د تخصصي نظرونو وړاندې کول.

۸٫د مالوماتو د ذخیره کولو، د ډېټابېس د ښه کار کولو او ساتنې څخه ډاډ تر لاسه کول.

۹٫سیسټم کې د بدلون راتلو په صورت کې د ډېټابېس څخه ګټه اخيستوونکو ته د مالوماتو او زده کړو ورکول.

 

مدیریتي دندې:

  1. د ریاست له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.
  2. اړوند کارکوونکو ته د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې د مسلکي مهارتونو او د کار جریان د زده کړو او وړتیاوو لېږد.
  3. مستقیم آمر او اړوند چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  4. د نورو دندو ترسره کول چې د قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو سره سم د چارواکو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د سپارل شویوچارو ترسره کولو په موخه له نورو اړوندو برخو سره اړیکې او همغږۍ کول.

 

—————————————————————————————

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)

د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.

 

زده کړې:

۱٫له دې څانګو په یوې هغې کې، لږ تر لږه د لېسانس سند درلودل: کمپیوټر ساینس اومالوماتي تیکنالوژۍ. پورتنیو څانګو کې د لوړې کچې تحصیلي سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

کاري تجربه:

  1. له دې څانګو په یوې کې، لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه: د ډېټابېس مدیریت، پروګرامینګ، اس کیوال (Structured Query Language -SQL)، RDBMS, OODBMS, XML DSM ، ډېټابېس ساتنه او پاملرنه او د دې بست د دندې په لایحه کې کې نور راغلي مسولیتونه او دندې.

 

د اړتیا وړ مهارتونه:

۱٫د هېواد پر یوې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي لاسبری وي

  1. ۲٫ له دندې سره اړوند د کمپیوټري مهارتونه زده کړه

د هڅونې موارد:

  1. ۱٫ د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او او څلورم بست ته (۵) امتیازې نومرې.
  2. ۲٫ د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

_________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود