ښځو لپاره کار زده کړې اداري پروګرام

د ملکي خدمتونو انسټیټوټ په پام کې لري څو د کار زده کړې شپږمیاشتنی روزنیز پروګرام هغه شمېر ښځو لپاره چې په ۱۳۹۷،۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې له پوهنتونو او د لوړو زده کړو مؤسسو څخه فارغې شوې دي،  د هلمند، فراه، نیمروز، غور، فاریاب، بامیان، کندهار، هرات، جوزجان، سرپل، سمنګان، پکتیا، لوګر، کونړ، میدان وردګ، غزني، ننګرهار، خوست، کاپيسا او پروان ولایتونو کې جوړ کړي.

دغه روزنیز پروګرام پوهې، وړتیاوو ترلاسه کولو فرصت او د اصولو، فرهنګ، فن او اداري چاپېریال په اړه د تجربې ترلاسه کولو، په ملکي خدمتونو کې د ښځو مشارکت زیاتوالي او د ملکي خدمتونو په اډانه کې ځوان ځواک د جذب په موخه ترسره کېږي.

یاد پروګرام کې څلور برخې (ډله ییزې زده کړې ـ نظري، په ادارو کې عملي کار، څېړنیزه پروژه ـ مدیریتي او د نوښت طرحه) شاملې دي.

د ځانګړو اړتیاوو لرونکو افرادو لپاره چې د کار زده کړې پروګرام منلو شرایط یې بشپړ کړي وي لومړیتوب ورکول کېږي.

د اسنادو منلو معیاد:

  • د غويي ۱۱ ــ ۲۲

منلو شرایط

  • غوښتونکې ـ حداقل ـ د لېسانس تحصیلي سند لرونکی وي؛
  • غوښتونکې باید د ۱۳۹۷،۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو فارغ وي؛
  • د غوښتونکې سن له ۴۰ کلونو کم وي؛
  • غوښتونکې باید د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د کار زده کړې په مخکینیو دورو کې ګډون نه وي کړی؛
  • غوښتونکې باید د کار زده کړې دورې مخکې، په هېڅ دولتي او خصوصي بنسټ کې بوختیا ونه لري؛
  • غوښتونکې باید د کار زده کړې دورې ته ژمنه او حاضري ته پابنده وي؛
  • د کار زده کړې پروګرام غوښتونکې باید ورودي ازموینه په بریالۍ توګه ترسره کړي.

د اړتیا وړ اسناد

  • د کار زده کړې پروګرام د نوم لیکنې بشپړه شوې فورمه؛
  • د لوړو زده کړو وزارت لخوا د تایید شويو تحصیلي اسنادو کاپي (له بهر څخه د تحصیلي اسنادو د لرلو په صورت کې، باید د بهرنیو چارو وزارت، د اسنادو ارزونې کمېټې تایید او د اکادمیکو چارو انسجام ریاست مکتوب ولري)؛
  • د تایید شوې تذکرې کاپي؛
  • دوه قطعه رنګه عکسونه.

حقوق او امتیازات

  • د اداري او مدیریتي مهارتونو ترلاسه کول؛
  • په دولتي ادارو کې د کاري تجربې او عملي پوهې ترلاسه کول؛
  • د کاري دورې په پای کې د تصدیق پاڼې ترلاسه کول چې د ملکي خدمتونو په ادارو کې د یو کال کاري تجربې معادل بلل کېږي؛
  • د ترانسپورټ کرایې ترلاسه کول.

د غوښتنې وړاندې کولو چاره

د کار زده کړې پورګرام د نوم لیکنې ثبت فورمه له دغه لېنک څخه ترلاسه کړئ.

د نوم لیکنې ثبت فورمې، دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ولایتي دفترونو کې د ترلاسه کولو وړ دي.

د فورمې له ډکولو وروسته، فورمه د اړتیا وړ له نورو اسنادو سره، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو ته وسپارئ.

د اسنادو سپارلو پرمهال، د تحصیلي سند اصل(سرټیفیکېټ یا دیپلوم) د تابعیت تذکرې اصل او دوه قطعې رنګه عکسونه ځان سره ولرئ.

زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په رسمي وختونو کې له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شی: ۰۷۹۵۴۱۴۲۷۹