کابل او ولایتونو ازموینو مرکزونو کې د ملکي خدمتونو ۱۵۲ بستونو د ګومارنې ازموینې ترسره شوې

د ملکي خدمتونو ۱۵۲ بستونو لپاره په کابل کې فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو د ازموینو، کابل کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ  د ازموینو، بلخ کې رابعه بلخي، ننګرهار کې شهید محمد موسی شفیق، خوست کې ملکې ثریا د ازموینو، جوزجان کې نادره بیګم او د کندهار او هرات ولایتونو ازموینو په مرکزونو کې په شرایطو برابر ۲۰۹۲ تنو سیالۍ وکړې.

په یادو ازموینو کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، پوهنې، سرحدونو او قبایلو چارو، کډوالو او راستنېدونکو چارو،کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو، ترانسپورټ، ښځو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کورنیو چارو، اقتصاد، عدلېې، ارشاد حج او اوقاف، ښار او ځمکې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو، اوسپنې پټلۍ ادارې، اټومي انرژۍ ادارې، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د کوچیانو چارو سمون ریاست، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې، د اوبو تنظیم چارو ملي ادارې، پلټنې عالي ادارې، لویه څارنوالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې بستونه شامل وو.