کابل او ولایتونو ازموینو مرکزونو  کې د ملکي خدمتونو ۱۸۶ بستونو د ګومارنې ازموینې تر سره شوې

د ملکي خدمتونو ۲۰ ادارو د منځني کچې مدیریت او ورودي کچې مدیریت ۱۸۶ بستونو لپاره په شرایطو برابر یو زر او ۷۲۳ تنو رقابت وکړ.

د ګومارنې ازموینې په کابل کې د فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ازموینو مرکزونو، بلخ کې د رابعه بلخي، خوست کې د ملکې ثریا، هرات کې د ګوهر شاد بېګم، جوزجان کې د نادره بېګم، ننګرهار کې شهید محمد موسی شفیق، پکتیا د پکتیس، هلمند کې د عبدالرووف بېنوا او د بامیان، کندهار او تخار ولایتونو د ازموینو په مرکزونو کې ترسره شوې.

په رقابتي ازموینو کې، د لوړو زده کړو، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، عامې روغتیا، مالیې، اقتصاد، کار اوټولنیزو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، شهیدانو او معلولینو چارو، عدلیې، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارتونو، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د اوبو تنظیم ملي ادارې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، سیمه ییزو ارګانونو ادارې، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، طبي عالي شورا او د کابل ښاروالۍ مرکزي او دویمو واحدونو بستونه شامل وو.