کابل او ولایتونو ازموینو مرکزونو کې په ملکي خدمتونو کې نږدې درې زره د کار داوطلبانو سیالۍ وکړې

د روان کال سلواغې له لومړۍ نیټې راهیسې، په شرایطو برابر نږدې درې زره تنو د ملکي خدمتونو منځنۍ کچې مدیریت او ورودي کچې ۲۴۹ بستونو ترلاسه کولو لپاره په کابل او ولایتونو کې د ګومارنې په ازموینو کې سیالۍ وکړې.

د ګومارنې ازموینې په کابل کې فاطمې قادریان او روباټ جوړونکو نجونو، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ، بلخ کې رابعه بلخي، جوزجان کې نادره بیګم، ننګرهار کې شهید محمد موسی شفیق، هلمند کې عبدالرووف بینوا کمپيوټري ازموینو مرکزونو او د بامیان، کندهار او هرات ولایتونو ازموینو په مرکزونو کې واخیستل شوې.

یادوازموینو کې، د کلیو پراختیا او بیارغاونې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، عدلیې، عامې روغتیا، ترانسپورټ، کار او ټولنیزو چارو، اطلاعات او فرهنګ، لوړو زده کړو، کډوالو او راستنېدونکو چارو، ښار جوړولو او ځمکې وزارتونو، احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د اوبو تنظیم چارو ادارې، تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، سیمه ییزو ارګانونو، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، لویې څارنوالۍ، پلټنې عالي ادارې، اوسپنې پټلۍ او ولسي جرګې مرکزي او دویمو واحدونو بستونه شامل وو.