کرونا ویروس پروړاندې مقابلې لپاره، د دولتي ادارو کاري رژیم کې بدلون راغی

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د کوید ۱۹ ویروس خپرېدو د مخنیوي او دولتي کارکوونکو (ملکي خدمتونو او قرار دادي کارکوونکو) او هم ملکي خدمتونو ادارو ته د مراجعه کوونکو لپاره د زیاتو مراقبتي تدابیرو د رعایت په موخه، کړنلاره جوړه شوې چې له مخې یې په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه درې ساعته کمېږي.

دغه کړنلاره، د کمېسیون په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې په منظورۍ وضع شوې چې سر له نن (وری درېیمه) د عامې روغتیا له وزارت پرته د مرکز او ولایتونو په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې عملي کېږي.

د کړنلارې مهمې ټکي په لاندې ډول دي:

پلاني فعالیتونو لپاره کاري ساعتونه د سهار په  ۰۸:۰۰ پیل او له وقفې پرته غرمې وروسته په ۰۱:۰۰ پای ته رسېږي. وزارتونه او ادارې مکلف دي د هغو برخو کارکوونکي چې فعالیتونه یې اړین دي، په دوه کاري شیفتونو د سهار له ۰۸:۰۰ بیا له غرمې وروسته ۰۱:۰۰ او له ۰۲:۰۰ بیا د مازدیګر ۰۵:۰۰ بجو پورې تنظیم کړي. د اړینو فعالیتونو کارکوونکي چې د لاسلیک صلاحیت لري، په اداره کې یې شتون حتمي دی څو خدمات په چټکۍ وړاندې کړي.

ادارې مکلف دي چې په کاري چاپېریال کې د تراکم مخنیوي لپاره، په کار خونه یو متر پورې د کار کوونکو ترمنځ واټن تنظیم کړي او د غیر ضروري غونډو له جوړولو ډه ډه وکړي.  د ادارو کارکوونکي مکلف دي له دفترونو څخه د وتلو پرمهال یو متري مناسب واټن رعایت او په یوه ځای کې د راټولېدو څخه ډه ډه وکړي. وزارتونه او ادارې مکلف دي څو د امکان ترحده هڅه وکړي چې غونډې یې د وېدیو کنفرانسونو، وایس کالونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې تنظیم شي.

له ۵۸ تر ۶۵ کلنۍ پورې کار کوونکي، امینداوره ښځې او هغه ښځې چې ماشومان یې په دولتي وړکتونونو کې دي، یوې میاشتې لپاره رخصت دي او که چېرې یې د فعالیت اړتیا رامنځ ته کېږي، کولی شي چې کوره کار وکړي.

په هغو ښارونو کې چې د عامې روغتیا وزارت په تشخیص د کوید ۱۹ ناروغي رامنځ ته شوې، وزارتونه او دولتي ادارې مکلف دي، هغه کارکوونکي چې شتون یې اړین نه وي، یوې میاشتې پورې رخصت کړي.

د ناروغۍ د خپرېدو وضعیت شرایطو بدلون په صورت کې، د عامې روغتیا وزارت په وړاندیز، ادارې په ټولیز ډول د بیا تجویز تروخته رخصت کېږي.

 د ملکي خدمتونو په ادارو کې د کرونا ( کوید ۱۹) ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د کاري رژیم کړنلاره د زیاتو جزییاتو ترلاسه کولو په موخه دې مراجعه وشي.