
احمدمسعود توخی

احمد مسعود توخى په ١٣٥٧کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. د ښوونځي دوره يې په حبيبيې لېسه کې پاى ته رسولې او لوړو زده کړو ته يې په کابل پوهنتون کې دوام ورکړى. ښاغلي توخي د ليسانس سند د اقتصاد په برخه کې په ١٣٨٠کال کې ترلاسه کړى او ماسټري يې د پاليسۍ او عملکرد په برخه کې له ژينو پوهنتون څخه اخيستې ده.
ښاغلى توخى په ملي او نړيوالو موسساتو کې له ١٦کلونو زياته کاري تجربه لري چې له هغې جملې نه شپږکال يې د اکشن ايد Action Aid د نړيوالۍ موسسې د روزنيزو پروګرامونو او د حکومتدارۍ او نورو بېلابېلو مديريتي بستونو کې دنده ترسره کړې ده.
دغه راز ښاغلي توخي د کليو او پراختيا وزارت کې د ستراتيژيک پلان جوړونې د ستر سلاکار په توګه او څه وخت يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسيون کې د مديريت لپاره د ظرفيت (MCP) د برنامې د مسوول په توګه په خدمت بوخت و.
ښاغلي توخي له ١٣٨٨څخه تر ١٣٩١ کال پورې د عامه ادارې د اصلاح رياست مسووليت پر غاړه درلود او له پنځو کلونو راهيسې د ازادې سيالۍ له لارې او د ولسمشرۍ مقام د ٦٥٣٩ ګڼه فرمان پربنسټ د ملکي خدماتو د عمومي رييس په توګه وټاکل شو او دنده تر سره کوي.
احمدمسعود توخی
د ملکي خدمتونو ادارې عمومي رییس
ضيا احمد عبدالرحيمزي

ضيا احمد عبدالرحيمزي، خپلې لومړۍ زده کړې د کابل په حبيبيه لېسه کې پاى ته رسولې دي. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې ليسانس دى او ماسټري يې له کاتب پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو د سياسي علومو په څانګه کې اخيستې ده.
ښاغلي عبدالرحيمزي له يوولسو کلونو راهيسې د ملکي خدمتونو په بېلابېلو ادارو کې د رهبرۍ ( مشرتابه) او مديريت په برخو کې کار کړى دى. نوموړى د دوو کلونو لپاره له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت کې د پارلماني چارو د اړيکو مسوول و. د يوه کال لپاره يې هم د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خصوصي سکتور د ترانسپورټ د عمومي رييس په توګه کار کړى دى.
نوموړى له دې وروسته پنځه کاله په بېلابېلو بستونو کې دندې ترسره کړې دي . د يوه کال لپاره د کرنې وزارت اداري مشر و. وروسته د ولايتي ظرفيت لوړونې برخې رييس شو او بيا يې د دغه وزارت د ولايتي شورا د اړيکو او همغږۍ رياست مسووليت پر غاړه واخيست.
نوموړى همدارنګه د دوو کلونو لپاره د جمهوري رياست د پارلماني چارو، شکايتونو اورېدو چارو او ولسي اړيکو رييس و.
ښاغلى عبدالرحيمزى په اېټاليا او ماليزيا کې هم د عامه ادارې او رهبرۍ په برخه کې د لنډ مهاله زده کړو تر سره کولو تجربه لري.