کمپيوټري ازموینې نه دي حذف شوې؛ روان کال کې نهه ـ نوي ـ مرکزونه جوړېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د روان کال په ترڅ کې، د ګومارنو په پروسه کې د ښه شفافیت تامین لپاره، د هېواد په نهو ولایتونو کې د کمپيوټري ازموینو نهه ـ نوي ـ  مرکزونه جوړوي.

د مګړی په کابل کې د کمپیوټري ازموینو په دوه مرکزونو او د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کمپیوټري ازموینو په ۱۲ مرکزونو کې، د ملکي خدمتونو بستونو د ګومارنو لپاره کار اخیستل کېږي. په دې توګه د کال تر پایه د دغو مرکزونو شمېر ۲۱ مرکزونو ته رسېږي.

خلکو تل د الکترونیکو ازموینو په تېره د ملکي خدمتونو درېیم او څلورم بستونو د کمپیوټري ازموینو په په برخه کې د لیدلورو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره هرکلی کړی. د دغې لاسته راوړنې ساتل او دوام به د خلکو له ملاتړ پرته شونی نه وي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د یوه ځواب ویوونکي بنسټ په توګه، د دې په خواکې چې د خلکو بې درېغه ملاتړ ستايي، د کمپيوټري ازموینو پروسې په اړه لاندې ټکي د یادونې وړ بولي:

کمېسیون د ملکي خدمتونو درېیم او څلورم بستونو د ګومارنې په اړه د مرکز او ولایتونو په کچه د وزارتونو او دولتي ادارو د نظرونو له ترلاسه کولو وروسته، د درېیم او څلورم بستونو د تعییناتو کړنلاره د ۱۴۰۰ کال غويي ۷ نېټې (۳) شمېرې ضمیمې له ایزاد سره تعدیل کړه. د کړنلارې تعدیل په هېڅ وجه د الکترونیکي ازموینو د حذف په مانا نه دی.

د ځینو وزارتونو او دولتي ادارو لیدلوری دا وو چې په ځینو مسلکي بستونو لکه، لابرانت، ساختماني انجنیري، معلوماتي ټکنالوژۍ او … په برخه کې د کاندیدانو ظرفیت باید په عملي توګه و ارزول شي. بل پلو، د امنیتي ستونزو او د لارې لرې والي له امله، د ولایتونو یو شمېر کاندیدانو نشو کولای چې ګاونډیو ولایتونو ته چېرې چې د الکترونیکي ازموینو مرکزونه پکې دي سفرو کړي او په دې اړه یې شکایت درلود.

نو له دې امله، کمېسیون د بستونو د تش پاتې کېدو مخنیوي لپاره دا ډول پرېکړه وکړه:

۱ـ د  ۳ او ۴ مسلکي بستونو ګومارل، ډاکټرانو، معلوماتي ټکنالوژۍ متخصصینو، ساختماني انجنیرانو او نورو په شمول، په هغو ولایتونو کې چې د «الکترونیکي ازموینو مرکزونه» دي، د الکترونیکي ازموینو مرکزونو له کار اخیستو پرته ترسره کېږي. د دغو پروسو شفافیت د مدني ټولنو استازو او رسنیو په شتون کې تامېنېږي. دغه راز، د غوښتونکو د نوملړ خپرول، په شرایطو برابر واجدینو نوملړ خپرول (شارت لیست) او د ازموینې د پایلې اعلان د ممکنه وسایلو له لارې ترسره کېږي.

په هغه صورت کې چې وزارتونه او دولتي ادارې په نورو مسلکي بستونو کې د الکترونیکي ازموینو مرکزونو څخه د کار اخیستنې غوښتنه ولري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، کمپيوټري ازموینو اسانتیا برابروي. له مشخص شویو مسلکي بستونو پرته، نور ټول بستونه یوازې د الکترونیکي ازموینو له لارې ترسره کېږي.

۲ـ په هغو ولایتونو کې چې «الکترونیکي مرکزونه » نشته، د ۳ او ۴ بستونو د ګومارنې ازموینه او کاندیدان یې چې ګاونډیو ولایتونو ته د امکاناتو نشتوالي، امنیتي  ګواښونو او لارې لرې والي له امله له ستونزو سره مخ دي؛ د الکترونیکي ازموینو مرکزونو له کارونې پرته، د شفافیت تامین کوونکو شرایطو په رعایت سره چې په لومړي بند کې یې یادونه شوې، ترسره کېږي.

د دغو ولایتونو نوملړ چې د ګاونډیو ولایتونو ازموینو مرکزونو ته د لارې لرې والي او امنیتي ستونزو له امله، رسېدل سخت دي، ولایتونو ته ابلاغ  او خپرېږي. د ملکي خدمتونو کار کوونکو قانون نهمې مادې (۳) فقرې له مخې، د ۳ او ۴ بستونو ګومارل د وزارتونو او ادارو مستقیم صلاحیت دی، کمېسیون د څارنې او اسانتیاوو برابرولو مسؤولیت لري کوم چې د ګومارنې کیفیت او شفافیت سره مرسته وکړي.

یو بل ځل بیا ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکول کېږي چې د تعییناتو په کړنلاره کې وارد شوی تعدیل، په هېڅ وجه د الکترونیکي ازموینو نظام د حذف په مانا نه دی. د ازموینې دغه چاره، له جزيي استثناتو پرته، پر خپل حال پاتې کېږي.