کمېسیون او د پوهنې وزارت د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  خپلواک کمېسیون او دپوهنې وزارت د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د دغې هوکړې له مخې، د پوهنې وزارت دغه وزارت کې د جوړښتونو اوپردندې د بیا کتنې، د بشري سرچینو د مدیریت د معلوماتو د سیستم د جوړولو او فعالولو او دغه راز،په بشپړ ډول د ډله ییزې ازموینې د پایلو دعملي کولو په برخه کې به له کمېسیون سره همکاري کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو پرمهال وویل:« پخوا تر ډیره معمول وه چې هرې ادارې د یوې جلا ټاپوپه توګه فعالیت کاوه، خو د افغانستان پرمختګ دې ته اړتیا لري چې د حکومت او دولت ټولې دستګاوې د يوې اجرايي برخې په توګه، په همغږي، یوځای او ټولیزډول عمل وکړي. پراختیايي موخوته لاس رسی، ګډې موخې ته د رسېدو لپاره د ټولو دستګاوو ګډ کارته اړتیا لري.»

ښاغلي نادري زیاته کړه: «دافغانستان د ملکي خدمتونو  په ټولو ادارو کې د کارکوونکو معلومات، جوړښتي، منظم او منسجم نه دي. نوله دې امله، موږ پيل کړی څو په ملکي خدمتونو کې د انساني سرچینو مدیریت زیات کړو. په ځینو ولسوالیو او لرو پرتو سیموکې یوشمېر کسان، که چېرې د خیالي کسانو په توګه شتون ولري، باید مخنیوی یې وشي او له سرچینو څخه باید په اغېزمن ډول کارواخیستل شي.»

د ښاغلي نادري په وینا، د پوهنې وزارت تشکیل باید د روزنې له اړتیاوو سره متناسب وي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وویل:«که چېرې اداري اصلاحات په سمه او اصولي ډول اجرا شي،په واقعیت کې زموږ ۳۰۰ زره کارکوونکي د افغانستان په ټوله اداره کې اصلاح شوي اود افغانستان په اداره کې نږدې اویا سلنه اصلاحات رامنځ ته کېږي.»

ښاغلي بلخي زیاته کړه:«د جوړښتي اصلاحاتو په څېربحث وړ فعالیتونه او دپوهنې غیرمتمرکزه کول،زموږ د سږکال د کارونو مهمه برخه جوړوي او دغه کارد کمېسیون بې دریغه ملاتړ ته اړتیا لري، څو موږ پیاوړي، ظرفیت لرونکي او ژمن کسان معارف کې شامل کړو. د معارف وروستۍ لسیزه کې، وروستۍ خبره داده چې پیاوړی او معیاري معارف د افغانستان ټولنې ته وړاندې کړو.»

په تفاهم لیک کې راغلي چې د پوهنې وزارت د ګډو کاري ډلو دجوړولوپه موخه، خپل متخصصین د پوهنې وزارت په جوړښتي او و ظیفوي بهیرباندې د بیاکتنې په موخه معرفي او د دغه بهیر مشري کوي.

دغه راز، د پوهنې وزارت به په مرکز او ولایتونوکې د دغه وزارت د کارکوونکو د بایو متریک پروسې د ګړندي کولو جدي کړنې ترلاس لاندې ونیسي.

 په همدې توګه، د پوهنې وزار ت هوکړه کړې چې د دغه وزارت په اړوند کې به د ډله ییزې ازموینې پایلې ډیرژر عملي کوي.